(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

مشورتي اضطراري غونډې ته پراخه بلنه

[13.Aug.2015 - 17:12]

د افغانستان د ژغورنې او ملي نوامیسو د دفاع په اړه ملي مشورتي اضطراري غونډې ته پراخه بلنه!

د افغانستان خلک، د مدني او سیاسي خوځښتونو استازي د هيواد پر روان سیاسي، امنیتي او اقتصادي وضعیت، د ملي وحدت په نامه حکومت، ګاونډیو او سيمې د هيوادونو او نړېوالې ټولنې پر کړنو د کابل عيدګاه جومات او ولایاتو کې بيړنۍ لویې ملي مشورتي غونډې رابلي!

د افغانستان ګڼ شمير مدني، سیاسي ټولنيزو سازمانونو او خوځښتونو مشران او شخصیتونه په داسې حال کې چې په هیواد کې د روانو خونړیو پيښو، انسان وژنو، فساد او بې عدالتیو پر وړاندې خپله ژوره کرکه څرګندوي، د هیواد د بې دفاع او بې ګناه قربانیانو له کورنیو سره ژوره خواخوږي شریکوي، په دې توګه د ټول هیواد په کچه پر ټولو پر دین، هیواد او ولس مینو او ژمنو  مدني، سیاسي ټولنيزو سازمانونو، خوځښتونو، شخصیتونو او شریفو هيوادوالو غږ کوي چې د ولس او هیواد څخه د دفاع او د روانو زړه بوږنوونکو او وحشیانه افغان وژنو او ناورینونو څخه د خلاصون په موخه هغو بيړنیو ملي مشورتي غونډو کې برخه واخلي چې د  جمعې ورځې ( د زمري ۲۳مه/د اګست ۱۴مه) سهار پر ۹بجو د کابل عيدګاه جومات کې او په جلاجلا وختونو کې د هيواد په نورو ولایتونو کې جوړېږي.                                      

یاد سازمانونه او خوځښتونه له ټولو دردمنو هیوادوالو او سیاسي، مدني او ټولنيزو بنسټونو هیله کوي چې د هیواد د ويرژن حالت د اساسي او عملي بدلون لپاره په لاندې ډول یادو شویو او نورو اړوندو مسایلو خپلې لیکلې طرحې، وړانديزونه او نظریات له ځان سره راوړي او یا يې زموږ پر پته راواستوي.                                                                                                                                                       

۱ ـ د ملت د ارادو، ټولنيز عدالت، مساوات او انصاف پر خلاف د افغانستان د ملي وحدت په نامه حکومت کړنې ـ د هیواد پر امنیتي، سیاسي، اقتصادي، علمي، فرهنګي او ټولنيزو شاهرګونو د یو زیات شمير ضعیفو، ناکاره، بې تجربې او یا ناکامو تجربو لرونکو، او هم د یو زیات شمير جنایتکارانو او تورو سوانحو لرونکو اشخاصو ګومارنې ـ او د ملت او وطن د بقا، عزت، شرف او آزادیو پر وړاندې د یاد حکومت او افغان ولس دندې او مسوولیتونه.                                                                                                                                                            

۲ ـ د امريکې متحدو ایالاتو،‌بريطانيې، روسيې، چین، پاکستان، ایران، ملګریو ملتونو، اسلامي کنفرانس او ناټو غړیو هیوادونو دولتونو او ملتونو ته په افغانستان کې د میشتو بهرنیو ځواکونو، ایران او پاکستان د پوځي‌استخباراتي شبکو لخوا د افغانستان په کورنیو او امنیتي چارو کې د بربنډو او شرمناکو لاسوهنو او ټوليزې افغان وژنې په اړه د افغانستان د ویاړلي او مسلمان ولس پيغامونه.                                                          

۳ ـ په افغانستان کې د سولې، تلپاتې امن او ترقیاتي بهير په اړه وړاندیزونه او طرحې او نور اړوند مسایل

 سوکاله او سرلوړی دې وي افغانستان!

امن دې وي پر ټوله نړۍ!

وخت/نیټه:مشورتي جلسه:سهار ۹ بجې،جمعه د زمري(اسد) ۲۳،۱۳۹۴،عيدګاه جومات،‌کابل   خبري کنفرانس: ۱۰:۳۰ بجې

ډېر درنښت

د اړيکو او رسنیو کمیټه، ۰۷۹۴۰۵۰۶۸۷، ۰۷۸۸۱۶۱۸۵۳، ۰۷۷۴۸۴۴۸۰۹

[email protected]

-
بېرته شاته