(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

که «تاند» ګورئ «پل» مه هېروئ

[25.Jul.2015 - 18:47]

سردار محمد همدرد

نږدې څو کلونه وړاندې ممکن زموږ په هېواد کې برېښنايي رسنۍ چا نه پېژندلې او حتی له نوم سره يې هم نا اشنا و، خو نن چې هغه د چا خبره د نړۍ جال او نېټ زمانه ده نو هر څوک له برېښنا پاڼو او انلاين رسنيو سره اشنا دي.

زموږ په هېواد کې د انټرنټ دودېدل هغه څه و چې له دغه چارې سره يې افغانان بلد کړل، که څه هم په نوره نړۍ کې برېښنايي رسنۍ له پخوا دود وې او تر ډېره يې خلک ورسره اشنا و.

پښتو ويب پاڼې هم يو څه وخت کيږي چې جوړې شوي دي، خو کم ساري افغانان او پښتانه به و چې دغه ويب پاڼې به يې څارلې ځکه چې مخکې نه چا انټرنټ پېژانده او نه چا لاس رسی ورته کولی سو.

خو په وروستيو څو کلونو کې په پرلپسې ډول په پښتو ژبه کې ويب پاڼې جوړې سوې چې خبرونه، ليکنې، تبصرې، فېچرونه، مرکې، راپورتاژونه، ويډوګانې، انځورونه او نور شيان خپروي چې ورځ تر بلې د ويب پاڼو ليدونکي او مينه وال ډېريږي.

که څه هم رسنۍ بېلابېل ډولونه لري لکه چاپي، ږغېزې، انځوريزې او انلاين او هره يوه يې په خپل ځای ارزښت لري خو، موږ اوس په يوه داسې زمانه کې ژوند کوو چې بوختياوې دي، د پخوا په څېر ډېر وخت نه سته، هرڅوک په خپلو کارونو بوخت دي، ښايي نن سبا څوک د راډيو اورېدو، ته وخت ونه لري، خو ممکن تلويزيون ته وګوري، يو څوک به ښايي اخبار په دې خاطر ونه لولي چې دفتر کې به يې کمپيوټر مخته پروت وي، خو ويب پاڼه په اسانۍ لوستلی سي، لنډه دا چې نن سبا د انلاين رسنيو وخت دی او هره رسنۍ هڅه کوي چې د خپلو نورو فعاليتونو ترڅنګ په برېښنايي رسنيو يا ويب پاڼو کار وکړي او خپل ډېر مطالب پکې خپاره کړي.

پښتو ژبه کې چې بېلابېلې ويب پاڼې جوړې سوې ځينو يې ډېر تېز کار پيل کړ، خبرونه او نور بېلابېل مطالب به يې خپرول خو د وخت په تېرېدو سره ودرېدې، ځينې داسې ويب پاڼې هم وې چې تر اوسه ګټور مطالب، خبرونه، ليکنې او نور مالومات خپروي.

ځينې ويب پاڼې بيا خاص په دې خاطر جوړې سوي دي چې خبرونه خپروي او يا د خپلې رسنۍ يوه برخه وي، يانې ږغيزه او انځوريزه برخه هم لري.

هغه ويب پاڼې چې په پښتو ژبه بېلابېل مطالب خپروي ښايي شمېر يې اوس زرګونه وي، خو ځينې يې داسې دي چې ډېرې کتل کيږي او په خپلو کره خبرونو، ښو ښو مطالبو، علمي او ادبي ليکنو يې ډېر مينه وال پيدا کړي دي.

د دغه ويب پاڼو له ډلې يوه هم د تاند په نوم ويب پاڼه ده چې د کره خبرونو ترڅنګ يې همېشه اسلامي، عملي، ادبي، ټولنيزې او نورې بېلابېلې ليکنې خپرې کړي دي.

تاند ويب پاڼه چې د نړۍ په لر او بر کې يې پښتانه ګوري، مطالب يې لولي په دې وروستيو کې يې يوې کمسارې هڅې ته ورپام سوی دی او له نيکمرغه د «پل» په نوم يې په پښتو ژبه د ماشومانو لپاره يوه ويب پاڼه جوړه کړې چې فقط ماشومانو ته ليکل سوي مطالب، د ماشومانو ليکنې او دوی ته ځانګړي سوي ليکل سوي  مطالب، کيسې او ژباړې خپروي.

تر ټولو لومړی خو بايد په دې خبرې وسي چې زموږ ادب تر ډېره غوړېدلی دی، په هره برخه کې تر يوه بريده کار سوی دی او هر چا د خپل قلم پهلواني ازمايلې ده، خو له بده مرغه ماشوم زموږ په ټولنه کې يوازې د ادب په برخه کې نه بلکې په هره برخه کې له پام غورځېدلی دی او د ماشوم د هرې برخې پيکه توب هم ښايي له دې امله وي چې په ادب کې د ليکوالو لخوا ماشومانو ته کار کول په نشت شمېره کيږي، ځکه د ژوند ټولې خواوې په ادب پورې تړلي دي او همدا ادبيات دي چې د ټولنې وګړيو ته لارښوونې کوي، سمې لارې ته يې رهنمايي کوي، د ژوند کولو چل ورښيې.

څو محدود ليکوال سته چې پښتو ادب کې يې ماشوم ته کار کړی دی، يا يې کيسې ورته ليکلي دي، يا يې کتابونه ورته ژباړلي دي او هغه يې هم له خپله شوقه، مينې او علاقې کړي دي.

دا تشه يو ليکوال ته هغه وخت ښه مالوميږي چې د ماشومانو لپاره يوه کوچنۍ مقاله ليکي، نو د ماشوم په  اړه به پرته له يو څو کتابونو نور هيڅ په خپله ژبه کې په ګوتو ورنه سي.

سره له دې چې په دې وروستيو کې ږغيزې، انځوريږي او چاپي رسنيو هم د ماشومانو لپاره ځينې ځانګړي مطالب خپروي، چې ډېری يې په سيمه ييزو تلويزيونونو کې ځينې خپرونې دي، خو زموږ داسې يوه ټولنه ده چې هر ماشوم مو ښايي تلويزيون ته لاس رسی ونه ولري او يا هم ونه سي کولی چې ويې ګوري.

او بله دا چې لکه مخکې مو چې يادونه وکړه اوس د انلاين رسنيو زمانه ده، دا چې پښتو ژبه باندې موږ سلګونه ويب پاڼې لرو، نو د ماشومانو لپاره مو هم يوې ويب پاڼې ته ستره اړتيا وه چې هم يې له مطالبو د ماشوم د ادب ليکوال، استادان ګټه واخلي او هم يې ماشومان وګوري نو دغه نوښت تاند ويب پاڼې وکړ او دغه تشه يې ډکه کړه.

د ماشوم د ادبياتو هغه ليکوال چې ماشومانو ته کيسې ليکي او يا هم ژباړې کوي په دغه ويب پاڼه کې يې مطالب خپريږي، چې دا يو لوی او با ارزښته کار دی.

په وروستيو کې لومړی د تاند ويب پاڼې له مسؤلينو مننه کووم چې د ماشومانو لپاره يې د «پل» په نوم ويب پاڼه پر ليکه کړه.

په  دويم قدم کې د ماشوم د ادبياتو له ټولو ليکوالو هېله کووم چې لږ تر لږه دې په دوه ورځو کې يو کوچنی مطلب ماشومانو ته وليکي او په پل ويب پاڼه کې دې په دې خاطر خپور کړي چې ليکوال، والدين، ښوونکي او خپله ماشومان ګټه ترې واخلي.

دغه راز  درنو ښوونکو ته مې وړانديز دی چې لومړی ماشومان کيسو لوستلو ته وهڅوي او که ممکنه وي يا دې ښوونکي خپله او يا دې د دوی والدينو او کورنۍ غړيو ته سپارښتنه وکړي چې هغه مطالب، لارښوونې او مشورې ماشومانو ته ولولي او خپله يې هم عملي کړي چې په پل ويب پاڼه او يا نورو ويب پاڼو کې خپريږي.
پل ويب پاڼه چې تاند ويب پاڼه کې يې هم لېنک خپريږي په لاندې درک يې هم پرانيستلی سئ!

http://pal.taand.com

-
بېرته شاته