(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ښاغلی ايډوکیټ یوسف علیخان د PSDPد انګلستان د مرکزی څانګی مشر

ښاغلی یوسف علیخان ايډوکیټ د پښتونخوا د زروبئ په کلی کی زیږیدلی دی. لومړنئ او منځنئ زده کړی یی په صوابئ کی تر سره کړی دی د«ایل ایل ایم لا» LLM, Law ډګری یی دحقوقو له پوهنځی څخه تر لا سه کړی ده. د سیاست په ډګر کی هغه د باچاخان بابا د عدم تشدد د غورځنګ د نظرئی پلوی دی . د زده کړی په وخت کی ئی دکال ۱۹۷۰ راهیسی په عملی سیاست کی فعاله ونډه اخستی ده اوخپل اواز ئی د قام پرستو پارټیو سره یوځای کړی دی او د پښتنو د قامی وحدت او د پښتنو د سوکالي او ابادئ لپاره ئی مبارزه کړی ده. ښاغلی یوسف علی خان پیاوړی قام پرست او پښتون سیاستوال دی چی د ۲۰۰۹ ع کال د ډسمبر په ۲۷ نیټه د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند Pashtoons Social Democratic Partyد انګلستان د مرکزی څانګی د مشر په توګ ددغه څانګی د غړو له خوا وټاکل شو چی اوس د انګلستان د مرکزی څانګی دمشر په توګه ګوندی چاری پر مخ بیائی.

 Adov. Yousaf Ali Khan Vorstandmiglied der Sozialdemocratische Partei der Paschtunen - Pashtoon Social Democratic Party , Pakhtunkhwa / Afghanistan 
(PSDP)
- -  بېرته شاته