(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ارواښاد ډاکتر شیر افضل ګردیوال د PSDP د مـشـر تابه د د فـتر پخوانی مشر

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند د مشر ددفتر(دارالانشا مشر) ډاکتر شیرافضل ګردیوال

ارواښاد ډاکترشیرافضل ګردیوال په1949ع کال کې د ننګرهار ولایت د مومندرې ولسوالۍ په ګردی غوث کې نړۍ ته سترګې غړولي دي. لومړنۍ او منځنۍ زده کړې ئې د ایمل خان او په کابل کې د رحمان بابا په لیسه کې ترسره کړي دي. لوړې زده کړې ئې د کابل د طب په پوهنځي او په المان کې د طب او د صنعتي کیمیا په څانګوکې پاي ته رسولي دي. د المان  په  نوموتو روغتونونو کې يې د ډاکتر او د دوسلدورف په پوهنتون کی یې د استاد په توګه دندې تر سره کړي دی.

ارواښاد ډاکتر شیرافضل ګردیوال  د پښتون  سترملت دسرلوړۍ ، دپښتنو دقامي یووالي ،ابادۍ او سوکالۍ لپاره د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند د مشرتابه سره یوځای نه ستړي کیدونکي  هلې ځلې کړي دي، چې یاد به یې تل تازه ساتي.

ډاکتر شیرافضل ګردیوال د خپلی ورپیښی ناروغۍ له امله د المان د دوسولدورف ښار په روغتون کې په 24.11.2007 نېټه د خالی (شنبی) په ورځ دمازیګر په پینځه نیمو بجو لدې فانی نړۍ څخه د تل لپاره سترګي  پټې کړې. د ارواښاد ګردیوال جنازه دننګرهار ولایت په ګردي غوث کې خاورو ته وسپارل شوه. روح دې ښاد وي 

Dr. Shirafzal Gerdeawal Vorstandmiglied der Sozialdemocratische Partei der Paschtunen - Pashtoons Social Democratic Party , Pakhtunkhwa / Afghanistan 
(PSDP)
 
- -  بېرته شاته