(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

مــــیـرمــن عـــایــشـه زمــانــی سـاقـی د PSDP د مـشـرانـو جـرګـی غـړی

د پښتنو ټولنیز ولسولیز کوند دمشرانو جرګې غړې  بي بي  عایشه  ﴿پلوشه﴾ زماني   ساقي  

میر من عایشه زماني ساقي د جنرال خان محمد خان کونړي لور ، د ۱۹۵۷ ع کال د ۸ میاشتی په ۱۲مه  نیټه په  کابل کې زیږیدلې، لومړنۍ او منځنۍ زده کړه ئې په ۱۹۷۶ع کال او لوړې زده کړې ئې دکابل  په عالي دارالمعلمین کې په ۱۹۷۹ ع کال پای ته رسولي دي.  په ۱۹۸۱ ع کال کې ئې د ښوونکې( معلمې )  په توګه  د محمود هوتکی په ښوونځي او د اماني او دوستۍ په لیسو کې  دندې تر سره کړي دي.

 په ۱۹۷۹ع کال کې یې دښاغلي  عبدالله ساقي سره  واده وکړ. څلور اولادونه لری یو ځوی او درې ئې لورګانې.

۱۹۸۵ ع کال کې ئې د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند PSDP کې د ښاغلي ډاکتر کبیر ستوري تر لارښوونې لاندې سیاسي هلې ځلې پیل  کړې  او په ۱۹۹۵ ع کال  کې یې د ګوند د ښځو د ټولنې  مشری پر غاړه لرله
 خدایبخښلې  میر من عایشه زماني ساقي د ۲۰۱۵ ع کال دنوامبر دمیاشتې په ۲۶ مه نېټه دالمان د کولن په ښار کې  لدې فاني نړۍ څخه د تل لپاره سترګې پټې کړې.

اروا دې ښاده وي. 

Frau Aisha Zamani Saqi Vorstandmiglied der Sozialdemocratische Partei der Paschtunen - Pashtoon Social Democratic Party , Pakhtunkhwa / Afghanistan 
(PSDP)
- -  بېرته شاته