(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ګرانه وطنه

ای زما ګرانه وطنه ته به کله ځان آ باد کړی د تاریخ دویاړ یادګاره ته به کله ځان شیرزاد کړی ستا لمن کی تیری شوی ، د جګړو لوی طوفانونه ستا پر خاوره دی راغلی د غلیم ستر لښکرونه د افغان په نوم ویاړلی ننګیالی د پر ګنویی په غیرت کی لوړ نښان یی ته وطن د زمر یا لو یی ستا لوی غرونه د ښکلا له خیا له ډک دی ستا غونډی هواری دښتی شا ړی ځمکی د خلقیت دی د لعلو نو خزانه یی د زمرو دو کارخانه یی دعینک د مس خاونده د معدن اود ګازونو پیما نه یی ولی نن ته یی بد بخته د جګړو سره دی کاردی د تعلیم نصیب دی نشته مرګی ولی ستا په واردی ځان را ویښ کړه را بیدارشه د اسی نه چه نن سبا کړی د علمیت ډیوه کړه بله که ژوند غواړی دا به بیا کړی د نفاق ریشه کړه ختمه د وحدت پر لاره ور درومه د د ښمن خبری پریږده ، ددوستانو سره ومره د انګریز چال ته ځیرک شه خپله ګټه علاوه کړه ددښمن ځا له کړه ما ته په غضب یی محا صره کړه د احمد دلاری مل شه د میرویس کار نامی زده کړه د اکبر دتوری شرنګ ته خپل ځان بیا نن ور ښکاره کړه دچنګیز ظلم په یاد کړه ستا په خاوره څه اور بل وو د تیمور ګوډ له هیبته ستا پر خلکو لوی محشروو د رو سانو سرو لښکرو ستا پرخاوره تیری وکړی ګا ونډ یانو پخپل وارستا پر انګړ غم یو په دوه کړی د پردو په لاس وهنه ستا بچیان څنګه پردی شول د پیسو په مقا بل کی ستا د کور غړی ټول سپی شول په تعلیم پسی ورد رومه دا تیاری به بیا رڼا کړی دغفلت خو بونه بس کړه صدا قت به په ریښتیا کړی بسم الله که ځان تیار کړه توکل پر پاک ا لله کړه نوی ژوند ته ځان چمتوکړه د یووالی لار پیدا کړه د وروری پر قد م ولاړ شه ټینګوه د دوستی ستنی دعزت او پت خاوند شه نورنو پریږده دا میچڼی د خپل خاوری خد مت وکړه د جګړو نه ځان فناه کړه ددښمن پر سر بلا شه دا وطن خپل بیا رڼا کړه ته ددی خاوری بچی یی دا وطن ستا مور او پلاردی د شهید غازی لمسی یی دادی ننګ دی دادی عار دی په همت کی برکت دی په عزت کی صدا قت شته ستا د لوړ احساس عمل ته ځکه تل ځای د شوکت شته قر بان زه ستا تر نا مه شم څومره ډیر ته پر ما ګران یی خدای دی تل لره سر شاره ته آزاد افغانستان یی دهمت ملا می تړلی ستا خد مت لره به درشم که ر ضا کړی د نورزی آرزو خو داده که يو ځل دا ستا پرخاوره ځان فدا کړی

-
بېرته شاته