(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

غزل

یاغي فکر مړاوی اوښکې له لیمو ځي که می غشي په زړګي کی دبڼو ځي څوک به ایل کړي مست کتل دمستوسترګو چی په یونظريي ژوند ترختمیدوځي لټووم دمخ ډیوئ ته ورکی لاری چی دی خال دتندې لاندی له کمڅو ځي شپې اوورځې رانه ګډې وډې شوي چی بیګاه سبا می ټول ستا په وعدوځي درنجو اورنګ نکریزو حاجت نه شته څويي رنګ دمحبت له اننګو ځي دروغ رښتیا می د،اکرله حاله ګوره ستا په تللو زما ننګ زما ابرو ځي خدمتګاردی په تورتورکړورقیبانو چی له کلي دی په ویر اوپه سلګوځي

-
بېرته شاته