(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

اباسین او کابل

تحریر : محمد فاروق خټک ریاض سعودی عرب شاعر : نا معلوم

اباسین ورک شه اباسینه ستا د ظرف قیصي مي اولیدي دوه څاڅکی باران سره ستا شور چپي مي اولیدي مونږه پښتنو به په نغمو کښي یادولي ته ستا په ظلم وران د پښتنو کوڅي مي اولیدی بچی دِ راته مړه کړل پښتني خویندي سرتوري شوي ورک شه چرته بل خوا ستا زړي رشتي مي اولیدی زه خو سمندر یم راترغاړه شه چه اوګورو ځان به درنه هیر شی که زما چپي دِ اولیدي

اي دریابه د کابله اي دریابه د کابله چرته ورک شه ځه په بله په تا هسي نازیدلو بي معني خوشحالیدلو کور کوڅی دِ راته ډوب کړل در په در شو یو په بله اي دریابه د کابله چرته ورک شه ځه په بله په نغمو مو یادولي په سندرو کښي ستایلي ستا چپي راته عذاب شوي پښتونخواه دِ کړه بدله اي دریابه د کابله چرته ورک شه ځه په بله ته قاتل د پښتونخواه شوي په څو څاڅکو بي وفا شوي د خپل کور دِ کړو بي کوره خپله لار دِ کړه بدله اي دریابه د کابله چرته ورک شه ځه په بله پښتونخوا دِ کړه ویجاړه ټوله زمکه دِ کړه شاړه ټول وګړی در په درشول خواه دِ یخه شوه پاګله اي دریابه د کابله چرته ورک شه ځه په بله ستا اوبه راته عذاب شوي هر پښتون لره عتاب شوي ستا نخري مو پکار نه دی تا به ستایو مونږ اوس څه له اي دریابه د کابله چرته ورک شه ځه په بله ستا د غاړي خلق تښتی ستا چپي شولي بد بختي اعتبار مو له تا لاړو بي وفا شوي تل تر تله اي دریابه د کابله چرته ورک شه ځه په بله د خوشحال کور دي برباد کړو هر پښتون دِ په فریاد کړو د اجمل ګوڅي شوي شاړي د خټک د څنګه زغله اي دریابه د کابله چرته ورک شه ځه په بله

۸ نومبر ۲۰۱۰ کنډ خیرآباد د کابل سیند په غاړه - اباسین او د کابل سیندونه د سمیي دوه لوېي او نوموړی سیندونه دی – ډیرو سترو سترو شاعرانو په خپلو اشعارو کښي ستاېلی دی- او ډیري لیکني ورباندي شوی- ولي د تیرو بارانونو او سیلابونو په سبب اوس نو څه نوی لیکني منڅ ته راغلی چه نظر پکښي بدل ښکاری - خپل د ما ما ځوېی انجنیر حیات خټک راته په موباېل کښی د کوم نامعلوم شاعر کلام د اباسین په نوم راولیږلو- زه هم په تصور کښي د کابل سیند ته مخاطب شوم Mohammad Farooq Khattak Factory Admn International Telecommunication Systems operation . Riyadh Kingdom of Saudi Arabia -
بېرته شاته