(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د تواب ترابی دري شعرونه

دَ ناخوالۍ هسې پښتنه کوي کله مې يار مينه دَ زړۀ نۀ کوي يوه وړوکي شان ډالۍ قبول کړه درته زما به يادګېرنه کوي اوس چې وعده کوي نو خاندم ورته راسره ټوقې دروغژنه کوي سم چور زمونږه پۀ وطن کې جوړ دے چې دَ چا لاس رسي وهنه کوي زۀ به مدام يم دَ هغو ملګرے چې دَ پښتو ژبې پالنه کوي دَ خپله لاسه چې تباه ئې کړلو ګيله بيا څله دَ وطنه کوي هېر دا احسان به دَ ملګرو نۀ کړم چې دَ کتاب مې مخکتنه کوي دومره عزت چې ورله تاسو ورکړو تواب دَ زړۀ مو مننه کوي

نشته پروا کۀ فاصله کښې اوسي لکۀ دَ وينې مې پۀ زړۀ کښې اوسي ماته مه وايئ چې پۀ غرونو سر شوے څۀ اوکړم يار زما پۀ غره کښې اوسي دَ ژوند مزې دې زما نشي نصيب خو بس اشنا دې پۀ مزه کښې اوسي هيڅ دَ مغرب هوا ئې چېړلے نۀ شي چې پښتنه وي پۀ پرده کښې اوسي ستا پۀ شان مينه مې پۀ چا ماتېږي راسره ډېر خلق دېره کښې اوسي يقين مې نشته چې بۀ خپل ئې کړمه زما اشنا چې پۀ بنګله کښې اوسي تواب ئې وشتے دے پۀ کاڼو مدام څومره ښه خلق ستا کوڅه کښې اوسي

٢٠٠٦_٤_١١____ الرياض

دا تسلي هم راکوي چې بۀ شي ښۀ زخمونه دَدرد پۀ تارراله ګنډي مدام دَ زړۀ زخمونه مجبوري څنګ بۀ مې کړي صبر بغاوت تۀ مائل دَ زغم پۀ سر بۀ ګرځوؤم دَ بېلتا نه زخمونه مونږه دَ مخکښې نۀ دېره يو دَ زخمونو غېږ کښې نور دَ زخمونو بوج دي وړے شم دادي څۀ زخمونه زما پۀ مخ ئې جوړ تصوير باندې څۀ پوهه نۀ شوے تا بۀ ژړل اشنا زما کۀ وے ښکاره زخمونه لګ دَ اُميد پۀ دلاسه ورله راغلے قرار يادونو بيا راله راويښ نۀ کړئ اوده زخمونه دَ بل دَ زخم دَ تپوس او دَ علاج دَ پاره توابه ! خېر دے کۀ تا ډېر هم کړي خفه زخمونه

١٩٩٩_١١_١١____ الرياض Tawab Turabi -
بېرته شاته