(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

مـــــــورې

ای زمــــا مـــــورې ای خـــــــوږې مـــورې څـــومـــــره پـــه مـــا وکـــړيـــــدې مــــو رې زماژونــــــدون ؤلــــه نـــاخـــوالــــونــه ډک ته مـــــې تــــر څــــنګه کـــړيــــدې مــــورې چې لا کوچــــنی ومــــه لا چــــاره ومـــــه زمـــا پـــه حــــال بــــه درديــــدې مــــورې چې لږ رالوی شوم ليونتوب واخيستم هـــره شــېــبه بـــه ژ ړ يــــــــد ې مـــــو ر ې زه مــــې دميـــنې پـــه اور وســـوزيــــدم ته مــې لــــه غـــمه ســـوزيـــدې مــــورې دمحـــــبت دوښـــمــ-نان زور شــول په ما تــه پــــه مــــا را غــــو ړ يـــد ې مـــــو ر ې اخــر مجـــبـــور شـــوم چی له کلـــي وځـم ته مې په ســــخته پــــوهـــيـــد ې مـــورې چـــې د خـــدمـــت شــوم لـــه تـــا لريــوتــم افــــسوس ارمـــان کـــووم پـــه دې مـــورې دمـــــزدورزوی خــدمــتګار نه هــيريږي څـو مــــر ه پــــــه مـــا وکـــړيـــدې مـــو ر ې مـــــــــــــــورې که ته نه وائی نه به زه نه به جـــــــهــــان وائـــی نه به مــــينه محــــبـــت نـــه بـــه انــــسان وائــی که ته نــــه وی عشــق بــــه نـــه وه زيـــږيــــدلـــی نه به پوهه په جهان نـه بـــــــه پــــوهــــان وائـــی نه به شـــعر او ادب چــــا وائــــی پــيـــژنـــدلای نه به علم او هنر نــــه بــــه ئــــــی شــــان وائــــــی که تـــه واي زه بــــه څـــه وم هـــيـــڅ بـــه نــــه وم که ته نه وائی نه به ژوند نه به اسمان وائــــی ځکه حق دی چی دی ښکل کړم دمنډ خاوری په ژوندون در ځينی زرځـله قــــربــــان وائــــی زمـــــا مــــور زمـــا کعــــبه زمـــا قـــــبــــــــلــه ده زمــــا مـــور زمـــا ژونــــدون زمـــا شـــمــلــــه ده
١٣٦٧ کابل -
بېرته شاته