(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د ښاغلی خدمتګار دوه غزلي

غزل څوک په کمال څوک په جمال کړي سمندرپه لمن ځیني دغرو کاڼي سینګارکړي دهنر په لمن لکه هیلۍ چاته دریاب وي تر ښنګري پورې څوک يي په یوه څاڅکي کی ډوب شي دګوهرپه لمن زه د تهمت زنځیر په غاړه ملا ملته ګرځم راته په برخه مات کودي شول دګودر په لمن دلته مین زړونه رټي څوک پرې باور نه کوي دلته تورتم داغونه ږدي دسپین سهر په لمن یو ځل خو وګوره په هغه مینه ناکو سترګو که می نظرستا په نظر شي دنظر په لمن زه دی دمخ په ډیوه وسوم ته راویښ نه شولې توپان دهجر درنه یوړم دخنجر په لمن اوس می ایرې راټولوه چی ټیټي باد نه شي اوس دې تصویروړي خدمتګارسوي ځیګرپه لمن

محمدیوسف خدمتګار مزدورزوی *****

غزل لکه پاڼه یم لویدلئ له چناره ما ته مه ګوره چنار ګوره اغیاره دغرور له هسکو څوکو نه راکوزشه ګوره لږخپلو پښوته په کراره دلته ژوند په دود ولاړدچا په مینه دلته ډیربیلاری شوي دي په لاره دلته ښکلي په ادب یو بل ته ګوري پیښور کوېټې کابل تر کندهاره دلته زور دزورورو اوبه شوئ بیرته روغ څوک تللي نه دي ترخپل ښاره دلته عشق او مینه پت ددغه خاورې دلته ژوند یاغي باغي دئ نا کراره دلته یو څه چی نیمګړي دي په مونږ کی هغه ځان پیژندګلوي ده خدمتګاره

محمدیوسف خدمتګار مزدورزوی -
بېرته شاته