(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د علی خان شعرونه تازه شول

ګـودرونـه ستاپـه سلامــوګي ګـودرونـه راپـه یاد شوبیا پیغلي ښکلي پزي پیزوانونه راپه یادشو بیا دنګي دنګي ونـي بـد نــونـه راپـه یادشوبیا ایښي پـه اوږومنګي ژیــونـه راپـه یاشوبیا(1) غــاړودګوـدرکي سپین مخـونـه راپـه یاشوبیا زلفي یی په غاړوکي مارونه راپـه یادشوبیا سربـانـدي جالـداري اوربـلونه راپـه یاشوبیا لاسـوکي بـنګړي وامیـلـونـه راپــه یادشوبیا یــوخـوا د مـنګـیو قــطارونــه راپـه یاشوبیا بـل خــواکي دپـیغـلو آتـڼــونـه راپـه یاشوبیا تــلل یي لکـه زرکي قـد مونه راپه یادشوبیا چـتراوربـلـونـه وســره ګلـونه راپـه یاشوبیا زیـړمـازدیګري کی دیـد نـونه راپـه یاشوبیا لـري لــه غمازویــل رازونـه راپـه یادشوبیا دښــتوکي کـیږدی اوروُدودونه راپه یاشوبیا زړوکـي پـښتـني مینه خویونه راپه یادشوبیا نـن کي دپــرون ښکلي حالـونه راپه یاشوبیا لري پردیسي کي خوارکورونه راپه یاشوبیا ډک په خوشحالۍ پرون شالونه راپه یاشوبیا نن په وینورنګ سپین کفنونه راپـه یادشوبیا مـرګ وژل شړل ډیـرافـتونـه راپه یادشوبیا زړه د(علي خان)ډک ارمانونه راپه یاشوبیا

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ 1/ زیونه : دزی ټوله – جمع – ده، چي دمیږو او اُزوله پوستکیو څخه جوړیږي،چی داوبوپه استعمال کي ورته –زَی – وایي، اودې تَرْوُو په استعمال کي ورته ـ غړک – وایي.

خیبر وایی: اِي دپـــښـــتونــخــوا ګـلانــوزه دتاســو بــڼ یــمه اِي دپــــښــتـــنوزامــنــوزه سـتاســـو وطــن یــمه مــاکـــي زیــږیــدلــي دي دِتاســوسترنیکونـه ټول زه سـتاســو ټــاټــوبي یــم زانګــومـودِ ارین یــمه وګـــوري تـاریخ ماستاسوبــرم وشــان ساتلــي ده ستاســودِ دښــمن تــرپښــولانــدي اورخـوګلن یمه مـاتاســوعبرت کــړي پــه تاریخ کـي دښمنانــوته زه دهــرشهید خــوشبُوی مــزارګلګـون کـفن یـمه پاڼـودِ تاریخ کـي دِ غـیرت نــومــونــه کـم نـه دي زه تــرهــریــونــوم نـه تاریخـونـوکي روشن یـمه مــاوفــا داري وپــه نـامـوس سـرورکــول درکړو سـتاســوشـهامت بـانــدي نړي کي لوي پتمن یــمه سـتاسـوازادي وسـرلـوړي بانــدي سـردنـګ یــمه ستاسـوبــي علمي وځان ځاني نـه ډیرغمجن یــمه زړونــه ســره یوکړي لروبـرسره راټول شي ټول زه ستاسـو یـوالي تـه پـه هــرغـره کي پیشن یــمه زه ستاسـودښمن لــره هیڅ وخـت هـرکلی نـه کوم ستاسـو اتــلانــوتــه پــه هـرځــاي کـی چمن یــمه ماکي دِ دښمن په لاس خـښ شوي کلان شنه نَشي زه دِ افــــغـانــانــو دِ ګـلانــــولــــوی ګـلـشن یــمه زمــا زامــنو خـپلوکـي لاسونه لاس ترغاړي شي بل موپه دوستي کي خرڅوي زه پري شکمن یـمه کله چه سختَی وي ټـول ځـانونـه درته ورڼـه کړي وخت چه دِ منصب څوکۍ وي زه تري ګیلمن یمه زه دِزمـاني ناخـوالـوهـروخت کي وران کړي یـم جـوړمی کړي زه ستاسودږوندیوومړومسکن یـمه ورشـــه (علي خانه) دپښتون غوږوکي چیغي کړه څــو بــه زه دتـاســو پَـمـنـتـوب بانـدي پَـمـن یــمه ــــــــــــــــ

نسکور مخ شاعری می خوښیده زړه می تری تور شـو چـه سپین مــخ د تاپه خاوروکی نسکورشو زمـا د شعـر اوشاعـری کاڼه خـــو تــه وی بــی لـه تانـه اوس شـعـرونـه راتـه اورشـو کاشکـی نـه کـی وای لیکلـی پـه کـتاب کـی چــه کـتل یــی راتـه غــم د پاسـه نـور شــو ستا وصا ل بــه سعـاد ت شـو راته کورکی پـه بیلتون د ې اسـمان ځـمکه راته اور شو بـی لـه تا مـی ددنیــا ږوند نه خــو ښــیږی ږونـد مـی ستا په جـدایی کی شرو شورشو تــوری شــپی به مـی لـه تـا ســره رڼــاوی بـی لـه تا په سپین سبا مـی تیاره کـور شـو زه ملـیارغـوندی پـه هیلـه درتـه ناسـت وم ډیــر افـسوس د امـید بـڼ کـله سـمسور شـو د اسمـــان وریځـوپـری هــلته بـاران وکــه چـه اهـاړنه زمـا د ناز ګل سوی سکورشو دارحــمت یـــی دانسان لـه بــی رحـمـی وه چـه په غــد ر یـی بـد ل مفهوم د ورورشو پـه څارویـوکی احساس د زړه سـوی وشـی خـو انسان تـه کـرامت یـی خپل پیــغورشو چه د ژوند په ځای د مرګ وسایل جوړکی عــواطف دانسـانیت تـه یــی مـخ تــورشـو ســرورلانــــدی د ظالـم شـــه (علـی خـانـه) کـه د (میګ) په الـوتکه کی څوک سپورشو

****

موږګرم یو دهــــرچــــا پـــه خـــپله ږبـــه ودان کـــورده دپــښــتـوپـــالل پــه مــوږه بــانــدې پـــور ده دفــــترونــــوڅــخــه مـــــوږه ده ویـســتـلـــي تــــه بـــه وایی چــه لیکل پــه هغي پیغــورده پــاچــایــان زمـــوږه ټـــول ددې زامــــن دي نه پري ویل نه پري لیکل کړي کاریی نورده وړکــــتـوب نـــه مــو پــه مــخ دماشـــومـانـو دپــښـــتوپــه بــدل بــل کـــتاب ده خـــپــورده مــوږپـــه خــپله بــانــدي ګــرم ومـلا مت یـو چــه پــښــتو زمــوږ لــه لاسـه سوي سکورده کـــه پــښــتون پـــه خــپله ږبــه ننګ ونکړي بـــیا نــړي بــانــدي مــو څــله شــروشـــورده؟ پـــه نـــامـــه بــانــدي پــښــتو ګـاډی روان ده خــو پــه منځ کی یی پښتون بی پښتو سپورده پـــښــتــنه وي خــوپـښـتوشــي ورنــه هــــیره ځــکه لــوی واکــمن پــښــتون دهغي ورورده چــه بـهـر لــه پــښــتونــخــواشي ورتـه ګوره نـــه پـښـــتو نـــه ورپـــه یــاده پـــلارومـورده پــــه واکـــمنـو دقـــومـــوږبــي ږونــــدی وي دپــښتــوزامــن پــــه لاس کـــي لـــوولـــورده چـــه خــپل اصل ږبـه پریږدي بل خوالاړشي بـــیا مـــه وایـــه چـه پـښـتون ده زمـاورورده مـــوږپـــه خـپله بـانـدي خپل ځان کړوبي پته لــه بــل چــانــه ګــیله نــشــته چـی غمخورده بــي پـښـتون څخـه (علی خانــه) پـښـتونـشـته چـــالــــید لــي بـــی مـلــیاره بــڼ ســمسورده؟

که د(ستوري)غـوندې خلک دافغان شي زمـا بــاورده چي به جوړپښتونستان شي

******************

لکه (ستوری)پــه پښتوبـانــدی مین یم پــه پښتــو وپښتـونــوالې قــــد رمن یم د (کبـیر)د پښـتوبـڼ تــه می سـلام شـه زه(علی خان)ګل دهغه دلوی ګلشن یم

******************

دپـښتـود خـد مـت لارکی بــه چـالانـد وې داسـمـان دستورومنځ کی بــه ځـلانــد وې پــښتوتــاغــونــدی زامنــوپــوسـی ژاړي چی په هـرمحفل کی ته به پری ویاندوِي

*****

نام وننګ شــمال دغـرغـری لره که ســرمی هـم وردنګ شی ستامینه کی یم خوښ که بدن ټول په وینو رنګ شی پوهــیږم چه به مـړشـم خو پـروامـی د مرګ نـشته ډیـــوه بانـــدی مین راتـه پـه سترګــوکی پتنګ شـی دمینـــــی شـــروشــور دمیــنا نــــو ګا نـــه بــــولــم نـــه داچـه مــړو ندوکی دبنګړیـوشـوروشرنګ شی دمینـی بســترمالــره ازغـی ده زه پــری پــروت یـم انصاف دمینی نـده چه ستاخوب پـه سره پالنګ شی پــه لاره کی روان یمه چـه ســتا وصــال رایاد شی ټـکری خـورم دتیګـواوپښـوتــرمنځ مـی جــنګ شی دمــرګ داوازونــو تــورغـوبل رابانــدی جـــوړشی په سترګوکی می ستا دمخ بریښناهم هغه درنګ شی دخــدای لارکــی شهیدیمه ارمـان به مــی پـوره شی که ستاچتراوربل می پـه زیـړی مخ باندی ړنګ شی پـــه مــیـنه دپـښـتو وُ دالـــلـه کـــي کـــه نـاکــام شي نـورچیرته به په ږوند کی ورتـه پاتی نام وننګ شی ورســتی سلــګی بـــه زمــاپـه ارامی ســره وخـیــږی که سروعزرایل می ستاپه غیږکی څنګ ترڅنګ شی پـــه قــــبر مـــی کــچکـول دمیــنی ؤزړوه راشــــه دیـدن ستاپـس لـه مرګـه (علی خـان) لـره قلنګ شی

*****

دپښتون اوښ ته ای دپښتون دژوندانه ملګری غـــوږ را ټیټ که تـادی شــاعـردزړه دردونــه اوریـــد لـی کـه نـــه؟ وا خله زمونګ دزړورازونه ټول بیدیاته یوسـه خــــدازده تـیاروښاروکـی څــه داوریــد لـی که نه؟ وایه په شا سـتاد پښــتون دســـروډولـیو کاروان د شــــــلم قـــــرن تــرپــړاوه رسیـــدلـی کــه نــه؟ څـیری ګریوان پیوند څپلی تا سره ږوند تیروی تـــوری کیږدی یـــی په کوروبـدلی شــوی که نـه؟ د پښتنو پیغلومـحـرومـه ژوندون تـل را یـادشی دی اوبـو زی یـــی سپینوغــاړونه لـویـد لی که نه؟ هرسباون خپل سـره لاسونه ستاپه غاړه درږدی لـــکۍ دی ګوری چه طـلادی تـویی کـړی که نـه؟ شدی دمـــیږو پچی ســتا اخـلی د ږوند وســـیله د ژونـــــد پــه نــورو وسایلـو پـوهـید لــی کـه نـه؟ څـــوبــه دتـالـه سپــیروتلوســــره پلــی ګــرځی وایـــه جـازونه او مــــوټریــــی پــــیږندلی که نــه؟ تا پښـــتو نخواکی هره خـوااوږده مږلـونه کړی وایــه بـل څــه دی بی کـړاونه کــی لـید لی که نـه؟ لـه پیښاوره ترګجراته تر سیـستانــه پـــــــوری تــاد پـښتون د ژونـد کتاب نـه څه لــوستلی کـه نـه؟ دپښـتـنی بـچـی بــه څـوستاپه بــــوکام نڅـــیږی لــوڅ وبـربڼد وی په کــالو بانـدی پټ شوی که نـه؟ په لوړه ودریږه څــاروکه غـوږونه څـــک کــه وګــوره دښتی په غـفلت ویـده ویښ شــوی کـه نـه؟ پـه خپـلو ویـنو دوطـن بوټـی چه تـاله ســــــاتی پـه وینو سـری دخـیبرترخی دی بوی کړی که نـه؟ دی غلامی میخ به ترڅوپه سپګمه لک ګرځوی په زنځیرونو ښکیل پُښی دی خلاصی شوی که نه؟ ترڅوبه شخوندوهی په فکرکی به ډوب تللی یی نـــــړی بــــد لـــه شــوله تــاورتـــه کتـلـــی که نه؟ تــرڅـوبه دازاړه تر پړل په خپله شا ګــر ځوی ‎‎ وایه اوږو بـــا ندی د نــوی درلــویـد لــی که نه؟ سپـیروخــوړودی ګـیډه ټـولـه درخــرابـه کړلــه ایا دنیاغــــوندی د ســــم خــواړه خــوړلی که نـه؟ بس ده ټول ژوند دی په بـاروومنزلوکی تیرکــه واوره دی نــوی ژوند کیسی چادرته کـړی که نه؟ ــــــــــــــــــــــــــــــــ

زموږهلال داهـــلال ده کــه پــیـزوان دپــښتـــني ده چـي پــه اسـمان دافریقاکي راښکاره شـو دِ دنــیــا مسلــمانــا نــــو وپـــښـتــنـوتـــه مبارک شــه پښـتـونخواکي راښکاره شـو روژه ټــولـه خـوشحالي ده پـه نـړي کـي په موږغم وي په امریکاکي راښکاره شو غـم وهلي پـښتانـه به لـږپري خـوښ شي که رحمت په زړو دچاکي راښـکاره شـو پـــښتانــه بــه رابــیـدارشي(علي خـا نـه) کــه هــلال یـي پـه رڼـاکي راښکاره شـو

چا تباه کړو؟ بـې پـیلـوټـه الـو تـکو بانــدې مـړه شـول هـره ورځ وې جـنـازې وزیــرستـان کې ورکـزیـوتـه ســړه ځمکه سـور اور شوه توغوندې دې پرې راورې په اسمان کې ســوات دره کــی جــوړدویـنـو سیلابـونه نــړې ټــولـه ورتـه ګـورې پـه عـیان کې کــه سِـربیانـو دبـوسنې خـلک تـباه کـړل چـا تــباه کـړل پـښتانـه پـښتـونـستان کـې؟ کـه دښمن مـوپـه ګـولـو وژنـې دښمن ده خو دورورپه ګولومرګ دزړه ارمان کې څوک به دې بې وزله قوم نه دفاع وکړې چـی پـرې نوم دارهابې شو په جهان کې د مـیلــمه قـــدروســاتــنه زمــوږ دود ده داصـفــت ده ازلــې تــاریــخ دافـغان کې کـه لـیـډرمـو(الـقـذافې) واې بـاوروکړې امـریکا بـه کړو تروُره جوړو وران کې لـه لـویـد یــځ نـه ګیله نشته ده دښـمن ده ګــیلـه ټـولـه لـه اسـلام نــه مـسلـمان کې دجـهاد غــږ چـی اسلام کې شـوراپورته وروســیه موکـړه نسکوره افغانستان کې نـن بیا ولې له لوید یځ نه دومره ډارکړو چی مودین ته بد لون ورکړو په بیان کې که ږوندون غـواړې له مرګه مه ویریږه داما نا به کړي پیدا شعرد(علي خان) کي

Ali Khan Safi
-
بېرته شاته