(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د کونړ د سیند فریاد

خپل کور کی می ځای نشته روان یم بل وطن ته خفګان راته د زړه په سر موجونه جوړ کړه په تلو می خلک خوشاله اتڼونه کوی ځکه ئی د کونړه تر المانه نن جشنونه جوړ کړه له ځلمو می ویالي او کانالونه چیرته ونه لیدل یواځی پیغلو زما په غاړو ګودرونه جوړ کړل له سپیرو دشتو می وطن کی سره تپوه خیژي زما له لاسه ئی په پنجاب کی شنه باغونه جوړ کړل د لعل مالټي ئی رزما په وینو سري دي نورو میوو ته ئی جهان کی مارکیټونه جوړ کړل توره تیاره کی می وطن خلک دڼوکی ته ناست زما بریښنا ته خلکو لوړ لوړ مکانونه جوړ کړه جارواکو! دا دژوند قطري ستني کړئ خداي لپاره د دوی سفر د «باوري» په زړه داغونه جوړ کړل

-
بېرته شاته