(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د دوي حق به منو

دوي مي د ټول قام وارثان دي، د دوي حق به منو خو بس د ذهن غلامان دي، د دوي حق به منو دوي د قام سترګي دي، د قام په سترګو ګوتې منډي دوي دانشور دي، اديبان دي، د دوي حق به منو دوی پګړۍ نه تړي، د مارکس بابا کتاب هم وايي دوي ږير خرېيلي مُلايان دي، د دوي حق به منو دوي د اورنګ نوکري کړي، هم جايزې ترې اخلي هم د خوشحال بابا لمسان دي، د دوي حق به منو بلا واړه خلک، بلا اوږده اوږده نومونه په کاغذونو کي لويان دي، د دوی حق به منو دوي که واړه دي په کردار خو په قامت اوچت دي دوي مي بې شکه مشران دي، د دوی حق به منو دوي وايي دا هلک ګستاخ دی، مشران نه پرېږدي په ما د زړه له کومې ګران دي، د دوی حق به منو دوي د پښتو د يو يو ټکي اُجرتونه اخلي دوي د خدمت په لار روان دي، د دوي حق به منو چي د رښتيا ډګر ته راشي د خپل ځان منکر شي خو د شعرونو اتلان دي، د دوي حق به منو

-
بېرته شاته