(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د ښاغلی خوستوال په زړه پوری شعرونه

مور جانې چی وده یم په خوبونو کی د وینم هم په ویښه په خیالونو کی د وینم که سپوږمۍ شی ځلیدونکی او که ستوری ای مورجانې اسمانونو کی د وینم ته ئی هم لوړ چینار او صبر ونه ځکه په سمه او په غرونو کی د وینم ته ښکلی ګل د ګلاب ګل ئی موری ځکه ښایسته سمسور باغونو کی د وینم که وم په کور او که بهر مور جانې هم پخپل کور او سفرونو کی د وینم که د په ژوند ګرانی لیدلی نشم خو هر وخت زه په تصویرونو کی د وینم که ئی پنا رانه د زړه ګلابه هره شپه زه خو په خوبونو کی د وینم که د خوبونو تصویرونو کی زه ونه وینم (خوستوال) ویلي کتابونو کی د وینم مور او زوی مور ته مي وي چي ګراني ځمه کاریګر جوړیږم نن به دستاسو د خدمت زه یو مصدر جوړیږم کور کی مو مرې هم ماشومان له لوږی ډوډۍ به کورته را پیدا که نه سوالګر جوړیږم مور به می وی چي شي بادشاه بچیه جواب ما به ورته ور کړو چي افسر جوړیږم په موسکۍ شوندو به ئي وي ته به اغزی شی ګله ما ورته وی چي زه به ونه د نختر جوړیږم دی راته وي چي داسی نه درنه عذاب شی خلک ما ورته ویل چي به نغمه د یو بلبل جوړیږم مورراته ویل ګرانه د خلکو اوښکی توئی نکړی ما ورته ویل چي زه به دوی لره اختر جوړیږم بیا ئي ویل چي خدمت خیرهم دملګرو نکړی (خوستوال)ویل چي به ددوی زه یو نوکر جوړیږم لیلا او مجنون دمجنون په مخ به اوښکی بهیدي لیلا ژړل چي لیلا به په خندا شوه هم مجنون ورته خندل د مجنون په خوله به اف کلمه راغله دلیلا د خولې به جار قربان یو لس ځلي وتل بیا لیلا به تری تپوس کړو چي څه چل دی نو مجنون به شو موسکۍ هم ئي په مینه ورکتل ډیر په مینه به مجنون خپلي لیلا ته جواب ور کړ اي شیرینی ستا دیدن می د الله څخه غوښتل د لیلا سترګی به ډکي شوي له اوښکو ویل امید مي دی چي وبه کړمه خوب ستا په څنګل ما (خوستوال) به چي تپوس کړو چي څه حال دی دوی به دواړو وي چي غواړو پاک الله نه یو منزل شیدا څه وائي ژیړی لمر وای ښه باران راوریدلی زه لیلا سره چمن کي ګرځیدلی لیلا ماته هم په مینه را کتلی خنداګانی مو یو بل سره کولای د لیلا د لاس بنګړي می شرنګولی یو یا دوه ور څخه ما هم ماتولی دي هم ماته پخپل لاس باندي سپیړه راکولی په دورواغو ورته ما کم کم ژړلی پټ پټونی مو بیا هم سره کولی کله یوه کله په بل درخت ختلی معشوقی پخپل عاشق لاس اچولی په اخر کی بیا یو بل نه په ژړا رخصتیدلی کاشکی هغه ورځ هیڅ وخت نه ختمیدلی یا (خوستواله) ته د دوو زړونو په حال ښه پوهیدلی ټوپک دا خونخوار ټوپک د ورک شی تر غقبا ښایسته ځوانان ئی ورک کړل له دنیا دا ټوپک دی چی افغان ولس ئی ورک کړ چی جنګیږی ورور د ورور سره هر خوا د ټوپک څخه لاس واخلۍ عزیزانو تعلیم وکړی چی دنیا مو شی اباده هم عقبا د ټوبک ظالم له لاسه در په در یو څوک مو لیري دی پراته په جرمنی، څوک په امریکا ای مخلوقه قلم واخلۍ دی ټوپک ډیر بې وفا زه (خوستوال) به درته ناست لاس په دغا یم ته ئي در واخله سلام مې ګلې واوره هم د ګلو غونچه واخله که نه ئي شم در وړی هوا څپو کی ئي درواخله غونچه به مې د ګلو هم وی مخ ته ستا راوړي خو داچي دلته نه ئي په خیالونو کی ئي واخله د زړه ګلابه ګل د ګلاب ګل ئي په باغچه کی دا زړه مي دی په تا پسی پاګل ته ئي درواخله خبری د خوږی لکه بلبل چي نغمی وائي خندا ستازما زړګي وړی له ګوګل ته ئي درواخله له یاده مې هیڅ وخت وتلي نه ئي زما شیرینی که نه ئي منی ته، بیامي دزړه ګراف هم واخله نوم ستا دی لیکل شوی یوه صفخه مې دزړګی کی (خوستوال) زړګی که غواړی ټول شي ستا ته ئي درواخله لیله وه په خیمه کې! د لیلا کلی کوڅه کې هم په سمه او په غره کې ماذدیګر،ماښام تیاره کې ومه ناست ورته باغچه کې دا هم ناسته وه خیمه کې ورته ما ویل څه د زړه کې ولې ماته راکاته کې دی ویل ښې خبری خوله کې ما ویل نور دی څوک خیمه کې دی ویل پټ شه په ویاله کې مور می ناسته په کوټه کې ما ویل یو وار په خندا شه اي نازکې درنه ځمه نور څه نلرم په زړه کې دي خپل لاس کړلو اوچت ښه په پرده کې هم ئی وویل اشاره کې رانه هیر به نشی تل می ئې په زړه کې ماویل چوپ شه دوروغ مکړه چونچڼکې وایه څه دی په کاسه کې ‎دي ویل غلی شه خوستواله کاسه نده، دي مستې پدی پیاله کې ما ځوروي مسافر یم بي وطنه ظالمان ما ځوروي بي کوره بي مدفنه یم هجران ما ځوروي نه مورمی شته نه پلارپدی وطن کې یم یوازې هم نشته دی دوستان، ټول دښمنان ما ځوروي هم واوری که را وری ود وری پروا نشته شیبه شیبه وریږي چې باران په بایبان ما ځوروي بی نومه بی شهرته به وم پروت په کڼډوالو کې هم خوری چې زما غوښې ټول مارغان ما ځوروي مرګی نه نه ویریږم ځکه مرګ خو ګرانه حق دی خو پروت که په صحرا وم بی مدفن ما ځوروي د بل وطن شول غرونه چمنونه بلبلان پکې نغمی کړي زمونږخاوری کڼډوالې شوشین چمن ما ځوروي (خوستوال)وایم راپورته شی مخلوقه وطن جوړکړی ترڅوچې ومه پروت په بل وطن ما ځوروي

Poet: Naqibullah Khostwal -
بېرته شاته