(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

نظم، زما سوات

په کومه ژبه به سندرې وايو يارانو نه دی د غزلو موسم دي په قدم قدم سرې وينې پرتې دے د سرونو پرېکولو موسم دلته وباء په هر وګړي راغله نن ئې حالات په تصوير لوبې کوي د بې امنۍ سيلۍ د کومې راغله چې نن د سوات په تصوير لوبې کوي ما په ژوندون چرته ليدلی نه ؤه د انسانانو د رېبلو موسم د باجوړ نه سرې لمبې خيژي بيا هر سړے وير کوي ژړا کوي نن هوا کښې غوښې وينې خيژي اوس بيا توپونه وازې خلې غړمبا کوي نن خدائې خبر چې د کومې لوري راغی په ژوند د اور د ورولو موسم پاڼه چنار هم پاڼې پاڼې ښکاري د ژوند چينار ئې د ژوندون پرېوتی هر څه بېللي دي تش پاڼې ښکاري پکښې د زړونو نه سکون پرې وتی زړه راډک شوے دے د هر وګړي په ژړا ژاړي د ژړلو موسم زه د خیبر زغمونه نشم زغمی وجود ئې ټول دے د زخمونو نه ډک په سر ئې بل اورونه نه شم زغمی هر يو منظر دے د بمونو نه ډک وېره د مرګ په زندګۍ خوره ده دے د ژوندون د توئېدلو موسم نن مې د زړه د پیښور په جبين خال د بارودو د لوګو پريوځي خولې ئې راغلې نن اوتر په جبين سوزي د پاسه په لمبو پرېوځي دا کوم جابر مو نن د شونډو وړي د موسېدلو خندېدلو موسم د مالاکنډ د ابشارونو شوخي نن د بارودو په لمبو لامبيږي د جنت خېزه منظرونو شوخي په تودو وينو د زلمو لامبيږي د قامولۍ شوګير احساس له شباب ګورم په خوب د پرېوتلو موسم

O´´ zama swat By: Shabab Ranizai د پښتنو قامی سنګر -
بېرته شاته