(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

لوګی دی، اور دی لګيدلی د پښتون په کالۀ

مکه اسمان به سره يو ځائې شي ، خو دا نۀ کيږي روغه په هيڅ جوړ د رقيب سره ، زما نه کيږي د زړۀ د دړده به څۀ روغ شمه ، خوږو ملګرو! مسيحا وائي ستا د دې مرض، دوا نۀ کيږي شپه ښۀ اوږده شوه هيڅوک فکر د سبا نۀ کوي د ظلمتونو قتل عام بې د رڼا نه کيږي خداېه زمونږ په ګل غدۍله کومې راغله چې ئې په هيڅ جوړ له د امن څۀ تابيا نۀ کيږي لوګے دی، اور دی لګيدلی د پښتون په کالۀ ددې نه نور ظلم سیوا په پښتونخوا نۀ کيږي په خر دجال پسې روان يو لار خطا ده رانه رهبر مو نشته دے يقين مې نور په چا نۀ کيږي ارماني بيا لېونی شوی اوتې بوتې وائي ددۀ علاج بغیر له دم اؤ له دورها نه کيږي

Logai dai lagedai OOR di Lagedalai de Pakhtun pa kala By:Mohammad Islam Armani -
بېرته شاته