(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ځانمرګى بريد

زړۀ ته راتېر جانانه د ګل په څېر جانانه زما د زړۀ د دنيا د کاينات مالکه د ارمانونو صدا زما د ذات مالکه تۀ مې د خوب شهزاده تۀ مې د ويښې خندا تۀ مې د ژوند خزانه تۀ مې هر څۀ هر څۀ يې خو نن دې ډېر کړم خفه نن دې په زړۀ زهير کړم سم دې په خداى دلګير کړم داسې دې وځپلم لکه ټوټه ټوټه شم لکه ذره ذره شم لکه په بم والوځم لکه په جنګ کې مړ شم وجود مې مړاوى شولو سترګې مې سپينې شولې لاسونه شل پرېوتل پښې مې کمزورې شولې په رپېدو شومه ټول او دا په دې جانانه چې تۀ مې وليدلې د رقيب څنګ کې ناست وې داسې خوشحاله او مست لکه اتڼ کوي څوک يا وي وادۀ د مئين او يا نزدې وي ديدن په دې دې ډېر کړم خفه بېرته راستون شومه زۀ د قهره سوى ومه سم لمبه شوى ومه کرکه مې دومره ډېره چې ايره شوى ومه د رقيب داسې جرائت چې ستا په خوا کې کېني ستا د بدن په خوشبو ځان معطر کړي رانه دا مې پېرزو شي کله زۀ يې زغملى نشم زما نه دا نۀ کېږي ګرانه اشنا نۀ کېږي نو بس يو سوچ مې وکړو يو پروګرام مې جوړ کړو ما ويل چې نور نۀ کېږي تا سره کور نۀ کېږي تۀ د رقيب سره ځې اوبۀ او اور نۀ کېږي خو داسې هم نۀ کېږي چې تاسو غاړه غړۍ او زۀ دې سوځم په اور نو بس واسکټ مې جوړ کړو يو د بارودو واسکټ چې وي بمونه پکې تۀ به اوس ډېر حېران شې يا به خندا نه شين شې وى به چې دا لا څۀ دي دومره بارود چرته وو! تۀ او واسکټ جوړول! او هغه هم بارودي! دا ناممکنه ښکاري! دا ناممکنه ښکاري! خو داسې نده ګرانه اوس خو د خداى په فضل که نور څۀ شته او که نه ډوډۍ خوړى شو که نه تعليم کوى شو که نه خو د بارودو کمى زمونږ وطن کې نشته نو بس واسکټ مې جوړ کړړو يو د بارودو واسکټ چې وي بمونه پکې بيا مې راواخيستلو ښۀ په احتياط او هنر مې ځان ته واغوستلو بټنې کلکې مې کړې بيا داسې غلى غلى ستا په لټون روان شوم خو ډېر پعذاب نۀ شومه دومره ونۀ ګرځېدم ايله و خړ ماځيګر چې د رقيب سره مې لاس په لاس وليدلې هاغسې مست او خوشحال هاغسې وې په اتڼ بيا مې وجود لمبه شو بيا شوم د کرکې نه ډک لاس مې بټنې ته کړو چې نور درمنډه کړمه دواړه ايره ايره کړم خو بيا مې زړۀ کې درز شو يو عجيبه غوندې درز درز د چاودنې نۀ و درز د احساس و جانه درز و د مينې ګرانه زړۀ ته پوښتنه راغله چې داسې ولې کوم زۀ خو د امن سړى د محبت دعوېدار د ادميت دعوېدار زۀ داسې ولې وکړم دومره ظالم ولې شم د بې حِسۍ په درياب داسې لاهُو ولې شم ولې دې وژنمه څوک؟ ولې دې ژوند اخلمه؟ ولې دې داسې وکړم؟ چې تباهي راوړمه؟ ټيک ده رقيب سره خو زۀ دشمني لرمه ډېر ترې نفرت کومه ډېر ترېنه لرې ګرځم خو چې زۀ داسې وکړم شوم د هغۀ نه بدتر په مونږ کې فرق څۀ شو عقل کې څۀ پاتې شو؟ مينه کې څۀ پاتې شو؟ هغه قسم مې څۀ شو چې ستا په سر مې خوړو چې ستا به خيال ساتمه تا به خوشحال ساتمه زۀ دې برباد شمه خو تا به اباد ساتمه نو بس قسم مې وکړو دا ځل مې پوخ قسم دى چې ستا په سر به ياره رقيب ته هم څۀ نۀ وَېم دا مې هم ومنله چې دا ګناه زما ده د رقيب نۀ دى قصور په ما کې شته څۀ کمى ځکه تۀ ځې رقيب له

[/color=blue] -
بېرته شاته