(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

په تا څه سوي دي ؟

ورځ يې يوه تر بله سخته په تا څه سوي دي يه د جانان د كلي بخته په تا څه سوي دي ته خو اصيله درايي وې موذي څوك درلى راوكښې چاله هغه رخته په تا څه سوي دي تاله په جار درښيي ګوره دښمنان د هيواد د هر شهيد د مزارسنخته په تا څه سوي دي له ډېره وهمه چې دي خلك سمي لار ته راتلو سوه دركې هغه جذبه كخته په تا څه سوي دي بېلتون روان دى زموږ له منځه بس څه وار به كوې ژړه يې سوه د ژوندون درخته په تا څه سوي دي دا چې د قام د پرمختګ دپاره څه دي په كار لږ خو تپوس وكړه له وخته په تا څه سوي دي چې بې له ميني پر تا ناست سړى بل څه نه مني د بوريوال د زړګي تخته په تا څه سوي دي

?Pa Ta Se Sewee Dee Boriwal Kakar -
بېرته شاته