(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ړوند سحر

زمـا وطن به کله هـم چیرې سوکـالـه نـه شـی زما غریب بچی به هیڅ کله خوشحاله نه شی په خپل وطن کښې سر ټیټی چه د مغلو کوی پـښـتـون بـه کله هـم خـبـر د خپل کماله نه شی مــا نـه بـدل زمـا غـلام د تـیـر وخـتـونـو اخـلی زما د پلار نیکه سيالي به نوره سياله نه شي زه چې څه وائيمه مري مـې په خنجر غـوڅوي جانانه غـږ بـه مـې تر تا پـورې رسـالـه نـه شـي لاسونه پورته ځان له خير د نـن اقـا نه غـواړو تشه جولائ به ويړاوو چې بې له سواله نه ش ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ د وطن د ښایسته پیغلی په نوم په تيارو کښې بل مشاله سوزيدلو کښې خوشحاله ستا د حسن په ولقه کښې څومره ګير دي ستا ليواله مـسيـحـا يـــې د غـمـجـنـو مـسيـحـا يــې د بــد حــالـه نــــنــــداره د حســن ځـــارو خـائـيستـه بــدري جـمـالـه د بـې وسـو په تـنـدي پاس د امــيــد د جــبــيــن خـالـه د مـئـيـن د زړه په دشته لـکـه پـرخــه پـشـــکــاله په بادونو د خزان کښې د سپرلي د مستئ ټاله خپـلې خـاورې لـره فـخر لا ثـانـي يـې بـې مـثـالـه چـې زوال نه لري داسې لازوالـــه بـــا کـــمـــالــــه خدايه داسې سيرت ورکړې چي فيروز وي تري خوشحاله

Rund sahar + de watan de Khayasta Peghli Pa nom Feroz Khan Apridi -
بېرته شاته