(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

غزل

ګل شوم اوربلــونوراژوندی کړمــــه خیال شومه شعرونوراژوندی کړمه تا چې په سپین مخ زلفې خورې کړلې زه دې ماښامونو راژوندی کړمه ستا دمخ رنګونو چې لمبې وکړې دغې سرو اورونو راژوندی کړمه ګوره کنه مینه څومره زور لري زه خپلوغمونو راژوندی کړمه ماخو حوصله پخوا بایللې وه بیا دې ارمانونوراژوندی کړمه ستا دغونډې زنې دلمبو په سر قط په قط خالونو راژوندی کړمه زه لایق دوخت ستم وژلی وم بیا دچا سوالونو راژوندی کړمه

Ghazal Laiq Zada Laiq -
بېرته شاته