(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د ښاغلي بسم الله وردګ شعرونه

توره شپه پښتون حیران په دې جهان کې دی نـن په تــوره شپــــه په بیـابـان کې دی نـن دغه دنیا کــې ترې مـکان ورک شـوی ستړی ستومان په دې زمان کې دی نن د ژوند ناخــوالـو پرې نخره ده کـــړې دهری خـواه نه په تــــاوان کې دی نن هغه پښتـون چـې تـرې جهان ویــریده دهغی دښمـــن په بدخشـان کې دی نن وردګـــــــه وکړه د بري دعــــــاوې ستا هر ورور په امتحان کې دی نن ------ زه ملنګ شوم اوفقیرشــــــــوم ته نامتو بیا شهزاده شــــــــوی زه لاروک سرګردان شــــــوم ته په خندا په ننداره شـــــــوی زه مظلوم بيا آواره شـــــــــوم زما وژل ته اماده شــــــــــوی خیردی داحالات به تیرشــــی زما د ژوند یوخاطره شــــوی

په درنښت
Bismillah Wardak
-
بېرته شاته