(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

19.04.2024غواړم

[19.Apr.2024 - 16:22]

متقاعد ډاکټر حمیدالله زړور ساپی

 

    (....غواړم)

ای الله!ستا په مینه عبادت کښې همت غواړم

ستا د امین رسول محمد ص. محبت غواړم

ستا د قرآن پښتو معنا صلات فجر وخت کې

صحیح احادیث د نبي ص.په جماعت غواړم

 

ادکۍ مور و پښو ته پریوځم عفو بخشش وغواړم

د شهید پلار نیمګړي عُمُر ته زیارت غواړم

کور او کهول کې خوشحالئ او لورَوءنې وي نور

له کورودانې او اولاد سره الفت غواړم

د ژوند ملګرې نه مې هر وخت مقابل احترام

پر زوی او لوور لمسي لمسۍ ډیر شفقت غواړم

له اقاربو او دوستانو نه صله ءِ رحمي

له کلیوالو  نړۍ والو انسانیت غواړم

د ښار او کلیو ژوندونونه سره ور نیژدې کړې!!

حجرو،جماتو ،مکتبو کې مدنیت غواړم

مغزو کې وي مثبت فکرونه اوپه زړونو کې تقوا

علمونه ، عصړي پوهي خوځښت حرکت غواړم

وړو ،زړو ته ښې خبرې،سفرونه، لوبې

ځوانانو ته مټې تکړه، زیار او زحمت غواړم

ساپیه! صبر کړه حمید اله زړور وايي:

هیواد به جوړشي؛دم قدم کې جدیت غواړم

خدایه!لاسونه د دعا درته لپه کوءمه

و ظالمانو ته سزا؛ مظلوم ته حقانیت غواړم

دا د پنجاب او اسراییل ظالمان ټول قصاص کړې!!

بلوڅ، وزیر... او غزه والو ته جنت غواړم/وو!!!

برسلز/څلور شنبه نۍ د اپریل ۱۷/۲۰۲۴=د شوال ۸= د حمل/وری/فروردین ۳۰مه ۱۴۰۳ل.ه.

 
-
بېرته شاته