(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

05.04.2024ستر ارمانونه

[05.Apr.2024 - 19:18]

شاعر: سید عبید الله نادر

 

ستر آرمانونه             

مونږ درنــو درنـــــو، بارونو ته پـــیدا یو

مونږه ســــترو آرمــــانونو ته پـــــیدا یو

 

چې رڼا د مـــــعرفت هر خوا خوره کړي

مونږه داســـي لوی کارونو ته پــــــیدا یو

 

چې ورمیږ د غلیم مات په یوه سوک کړي

داسي کلکو، ګــــــذارونو ته پــــــیدا یو

 

چې په څو ټکو، بیدار کړي ضـــــمیرونه

مونږه داسي شــــعارونو ته پــــیدا یو

 

چې اسـرار د دي چـمن ساتي په زړه کې

مونږه داسي پټ رازونــــو، ته پـــــیدا یو

 

چې د درد څریکه ،د زړه په غوږو اوري

مونږه داســــــي فریادونــــــو ته پــــیدا یو

 

چې د میني محــــبت ورکـــــــــوي زیری

مونږه داسي، پــــــیغامونو ته پــــــــیدا یو

 

-
بېرته شاته