(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

غزل

ښکلي چې هر خوا ته نظر واړوي سم لکه خمان د کوثر واړوي ستا د کړس خندا لکه د تورې خرپ ما او زما زړه به په شر واړوي رابه وړي سپرلى د امېدونو رنګ ډک به له ګلونو څادر واړوي داسې معصوم ګوري ته وايې هېڅ نه دي غلا به د زړه څوک په دلبر واړوي دا خامې خولګۍ او دا اومه ښکلي ما به د خپل هوډ نه اخر واړوي وخت زموږ ملګرى دى ساده ياره جام به دې د کبر په سر واړوي ماته مې جانان سترګو کې ودرېږي لاس چې کوم مئين په دلبر واړوي دومره به دې ښکل کړي چې اوتره شې خداى به دې يو ځل په شرر واړوي.

Sharar Sapi -
بېرته شاته