(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

05.01.2022بېلابېل

[05.Jan.2022 - 11:32]

محبت اول اسانه په نظر راغى

په اخر کې مې نصيب خونِ جګر راغى

.

تن زهير انسان، خجل تر هره سياله شوم

د عشق کښت چې مې کاوه دا يې ثمر راغى

.

عاشقي يې زه په هسې رنګ پايماله کړم

چې مې ويني هر سړى وايي ابتر راغى

.

تصور کې د شيرينې ناخبره وم

د فرهاد د تیشې وارې مې پر سر راغى

....................

.نظم ـ سپوږمۍ

قلندر مومند

 

ـ

يه سپينې سپوږمۍ تا به څوك لوبوي

د سربند جونه واده شوې ځلمي خوب ځنګوي

ـ

چې زما خوښه د تکميل په مزه نه پوهېده

ما هغه وخت نه ستا نيمګړې شان خواهش کړے دے

ما په وړو لاسونو تاته اشارې کړي دي

ما په کمکيو ليچو تا پسې کوشش کړے دے

ـ

زما احساس د اضطراب په نشه تا پوه کړے

زما د حسن د شعور په ابتدا کې ته وې

په تته ژبه مې تتۍ تتۍ چې تاته کول

زما په خيال د هر حسين وجود ځلا کې ته وې

ـ

هر روماني تصور ستا د رنګينيو مظهر وه

ستا پټېدو او ښکارېدو ته به ما تا چې کول

زمانه څه وه؟ ستا د وصل او هجران ساعت وه

ما چې بېګا ګڼلو ما ورته سبا چې وئيل

ـ

بیا د رنګونو د تمیز د ارمغانه سره

زه دې د حسن د ګلاب په رنګ و بو پوه کړم

زما د خیال عالم مهتاب مهتاب ګلاب ګلاب شه

چې دې د ژوند د هنګامو په ها و هو پوه کړم

ـ

اوراورکیو د امیدنو د غنمو شپه کې

ستا د قندیل له برکته چراغان جوړ کړه

د ګلالي بارخو نه وتیو نارنجي پلوشو

زما د ژوند له خارستانه ګلستان جوړ کړه

ـ

عنابي ګله! ګلالي مهتابه ستا له پاره

ما د تیارو تېره ازغي په خپل ګوګل ګاللي

زما د خيال بحر کې تل دې طلاتم راوستے

ستا د کشش امواج مې تل د زړه په تل ګاللي

ـ

د ګلابي رڼا د وصل په اميد مې همېش

لکه بورا فریاد په خله تل ریاضت کړے دے

لکه پتنګ د یو مخلص آتش پرست په شانتې

ما دې د مخ د پلوشو تل عبادت کړے دے

ـ

لکه بورا د وخت ازغيو مې زړګے وپئيلو

ښکلے ګلاب د چا د وصل شبستان ته لاړه

لكه پتنګ د خپل زړګي په اضطراب خفه شوم

زه بد فلکه وم مهتاب مې بل اسمان ته لاړه

ـ

ـ ۲۸ جون ۱۹۶۷ء

ـ..........................................

انتخاب .. خوشحال خان خټک

 

چې مې ښه په زړه کې فهم فکر وکړو

احمقان راته ښکاره شوه په خويونو

 

يو هغه سړی احمق بللی بویه

چې باور کا د غلیم په سوګندونو

 

بل هغه سړی احمق بللی بویه

چې پاړو شي د لړمو د مارونو

 

بل هغه سړی احمق بللی بویه

چې په سپينه ږیره خیال کوي د نجونو

 

بل هغه سړی احمق بللی بویه

چې د ښځوسره پاڅي په جنګونو

 

بل هغه سړی احمق بللی بویه

چې په هر طبیب دارو کا د رنځونو

 

بل هغه سړی احمق بللی بویه

چې وېښته به توروي په حضابونو

 

بل هغه سړی احمق بللی بویه

چې د تېښتې ګمان ورک کا له مرئيونو

 

بل هغه سړی احمق بللی بویه

چې خبرې کا په سترګو په لاسونو

 

بل هغه سړی احمق بللی بویه

چې بدخواهه سړی پرېږدي په دوه ګونو

 

بل هغه سړی احمق بللی بویه

چې بې حده تکلف کا په ځانونو

 

بل هغه سړی احمق بللی بویه

چې پیران به کښېنوي په خپلو خونو

 

بل هغه سړی احمق بللی بویه

چې به غواړي دی لويي په نسبونو

 

بل هغه سړی احمق بللی بویه

چې بغیر تورې دعوا کا د ملکونو

 

بل هغه سړی احمق بللی بویه

چې به مال ددنیا نه خوري په کورونو

 

بل هغه سړی احمق بللی بویه

چې بربنډه کونه لامبي په سیندونو

 

بل هغه سړی احمق بللی بویه

چې غوږ نه کا د خوشحال په دا حرفونو

.......................

 

غزل

 

د تيارو نه سباوون غواړي دا خلک 

له غوغا څخه سکون غواړي دا خلک 

 

عقل نشته د ارمان په لمبو سوزو

ساده ګان ژوند د پرون غواړي دا خلک 

 

مار چيچلی اوس د پړي نه وېرېږم

چې د وينو بل مضمون غواړي دا خلک 

 

زما په وينو یې ککړ لاسونه ګوره 

پاکوي ورله صابون غواړي دا خلک

 

ډ ټوپک په زور زما نه خندا غواړي 

که مې وينې د لړمون غواړي دا خلک

 

پسرلیه پښتو ځينو شرمولې 

شرمول د هر پښتون غواړي دا خلک

 

#مصطفی

.........

 

د مـیـنی لاری

چـــــا ویــــل  چــــــې د مـــیـــنــــــی لاری ورانــــــــی دي

درومـــــــی قــــــافــیـــــلـــــی پـــــــری ور روانـــــــــی دي

 

زه د نــســــیــــه حــــــــــورو مــــــــــیـــــــن نـــــــه یــــــــمـــه

خــــوښـــــی زمــــــا نــــــــغـــــدی ســــــــــوداګــانـــــی دي

 

زه یـــــــــــــم د وطــــــــــن پــــــــــه ازادۍ مـــــــــــــــــــیــــن

لـــوړی ســردری ئـــــې پــــــه مــــــــــا ګــــــــرانــــــــی دي

 

ویــــــنــــه کــې مـې پـــت شــتـه دی پـښــتو شــتـه دي

پـــــاتــــــی لـــــه نــــیـــکــــــونـــو مـــــــې مـــیـړانــــی دي

 

جـــیــګــــــه بــــــه شــــــمــلــه د خــپــل نــیـکـــه ســاتــم

ټـــیــــنــګــــــی ارادی د ســــــتــوری ځــــــوانـــــــی دي

 

.........

 

 

 

تر څو چې پښتانه او پښتونخوا وی ویشل شوې

نــو امـن منطـقه او په نړۍ کـې نـــه ټـیـنــګــېـږی

 

پــه زړه کـــــې راســــره ئــې کــــه لــــه مـــخــې مې پــنا ئې

د خــیــال بېرته شاته