(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

نظم02.11.2021

[02.Nov.2021 - 14:47]

ازاد نظم

ما بې ګناه ګناهګاران ولیدل

ما د سړیو قصابان ولیدل

ما د انسان په څیر غویان ولیدل

ما مردار شوي شهیدان ولیدل

 

ما سپین مومن د دار پۀ غاړه ولید

چې یې وژلو د ملحد پۀ نامه

چې لۀ کافره یې کافر ګڼلو

چې پۀ وژلو یې جنت ګټلو

 

ما پۀ خوږه ژبه خوږه خبره

ما پۀ پسته ژبه پسته خبره

ما دا مهال له چا وا نۀ ورېدله

 

نۀ مې قاضي نۀ مې قضاء ولیده

نۀ مې د خدای لپاره د چا وینا ولیده

 

زۀ د مظلوم د ډبولو شاهد

زه د پردي حق د خوړلو شاهد

د بې قضاء حلالولو شاهد

زۀ د مورکۍ د بورولو شاهد

 

ما د پردیو غلامان ولیدل

ما لغړزني لوی شیخان ولیدل

ما خو بې علمه سپین قاضیان ولیدل

ما پۀ دوه سترګو دا لېوان ولیدل

ما د اسلام ټېکداران ولیدل

ما نه خبره ښۀ زلمیان ولیدل

ما پردي پال د دوی مشران ولیدل

ما د ظلمونو تجاران ولیدل

 

زۀ د جومات د ورانولو شاهد

زۀ د تاریخ د نړولو شاهد

د بې ګناه خلکو وژلو شاهد

زۀ د اسلام د ورکولو شاهد

 

ما هر څۀ ولیدل د سر پۀ سترګو

خو هیڅ مې هم ورته ویلای نشو

هغه وو لوی لوی دريابونه هلته

زۀ هم وړکی وړکی سیندګی یم ګوره

خدایه! ما څۀ کړي وای؟

خدایه! زۀ څۀ وکړمه!؟

ضیاءالحق سیند

.................

 

 

زړۀ مې غواړي، زۀ او تۀ وای

خولۀ پۀ خولۀ وای، زړۀ پۀ زړۀ وای

رقیبان مو ټوله مړۀ وای

زما سترګې ستا لېمۀ وای

دواړه څنګ پۀ څنګ ودۀ وای

خولۀ پۀ خولۀ وای، زړۀ پۀ زړۀ وای

 

نۀ زۀ تا نه ډارېدلای

نۀ تا زۀ منع کولای

نۀ د عشقه شرمېدلای

پۀ باغو دې څېرېدلای

پۀ خولو باندې لاندۀ وای

خولۀ پۀ خولۀ وای، زړۀ پۀ زړۀ وای

 

لۀ پردو وای پرده پورته

زۀ درغلای د زړۀ کور ته

ګرځېدلای ښکته پورته

نۀ مې غوږ وای ستا څۀ شور ته

چې ما څۀ غوښت، هغه کړۀ وای

خولۀ پۀ خولۀ وای، زړۀ پۀ زړۀ وای

 

څانګې څانګې وای خوره وای

ستا د زړۀ ارمان پوره وای

زما پۀ غېږه کې پرته وای

ننوتې را سپره وای

یو او بل ته پۀ کاتۀ وای

خولۀ پۀ خولۀ وای، زړۀ پۀ زړۀ وای

 

د سیند پاتې ارمانونه

ستا د خیال ټول تعبیرونه

د عشقونو کتابونه

د جنون همه سوالونه

په تایید ستا لېمۀ وای

خولۀ پۀ خولۀ وای، زړۀ پۀ زړۀ وای

ــ

ضیاءالحق سیند

-
بېرته شاته