(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دملنګ جان تلین02.11.2021

[02.Nov.2021 - 14:27]

د ملنګ جان د مړینې د۶۴ // admincenter - pashtoonkhwa تلین په مناسبت

عظم الدین علیمي

ملنګ خو ملنګ نه و یو حکیم و د ملت

ښکاره و ورتـه واړه لامـلـونـه د ذلـــت

********************************

ملنګ خو ملنګ نه و کړه یې پر زړونو پاچهي

افغان تـــه يـې غوښتله هـوسـايـي او سرلـوړي

پـه کـچـه د نــړۍ پـوهـه عـلـمـي او تخـنـیـکـي

ښـــه ســمـه بـرابـره لـه جـهـان سـره سـیـالـي

خـبـر و ملنګ جـان چې وطن ډک و له ثـروت

ملنګ خو ملنګ نه و یو حکیم و د ملت

ښکاره و ورته واړه لامــلـــونـــه د ذلت

***********************************

مـلـنـګ خـو مـلـنـګ نه و یو مین و ارماني

لـرلـیـد یـې شـوو وهـلـی مـنـزلـونـه جهاني

ده کـړلـې پـرتـلـنـې، ارزونــې انـسـانــــــي

غـنـدل يې بـد رسـمـونه رواجــونـه زماني

د غوره عنعناتو یې کړه ستاینه او صفت

ملنګ خو ملنګ نه و یو حکیم و د ملت

ښکاره و ورته واړه لامـلـونـــــه د ذلت

********************************

ملنګ خو ملنګ نه و پر هیواد مین مجنون و

د مینې سمندر کې و لاهو اصیل مفتون و

تقسیم د افغانانو ته زړه شینی جګرخون و

آمو نه تر اټکه کلک ولاړ په پيوستون و

غوښته یې د بابا د وخت بایللی شان شوکت

ملنګ خو ملنګ نه و یو حکیم و د ملت

ښکاره و ورته واړه لامـلـونـه دذلت

******************************

ملنګ خو ملنګ نه و ضد د کرکې دوښمنۍ و

غمجن په افغانانو کې پر شتون د تـربګـنـۍ و

نـفـاق او نـالـوسـتـي ده ته اسباب د پسمانۍ و

خبر له ځمکې لانـــدې ډېــرې لـویې شتمنۍ و

شـاکـي و د خـوارانـو له خـوارۍ او بـد حالت

ملنګ خو ملنګ نه و یو حکیم و د ملت

ښکاره و ورته واړه لامــلــونـــه د ذلت

***********************************

ملنګ خو ملنګ نه و پـر رمـزونـو و خبر

د پـیـر پـر فـریـبـونـو طـلـسـمـونـو و خبر

مـریـد تـه یې پـه ټګو شان نیتونو و خبر

د شیخ او د ملا پـر څـه عییبونو و خبر

ویل يې ورته مه راولئ تاسو ژر قیامت

ملنګ خو ملنګ نه و یو حکیم و د ملت

ښکاره و ورتـه واړه لامـلـونــــه د ذلت

*********************************

ملنګ خو ملنګ نه و د پاک ژوند و پلوی

مفسد او رشوتخور يې ګڼه تور چټل کودی

ټـولـنـه کې يې خـــوښ و مساوات برابری

د ښـځـو پـر حـقـونـو هـغـه بـد بـاله تیری

ملنګ و مـخـالـف د نـاروا رسم و عـادت

ملنګ خو ملنګ نه و یو حکیم و د ملت

ښکاره و ورته واړه لامـــلــونــه د ذلت

**********************************

ملنګ خو ملنګ نه و هیله مند و د سمون

غـنـده يـې پـه تـېـره قلم د ظلم هر قانون

عـاشـق پـر تـرقۍ او آزادۍ و د پښتـون

آزاد پښتونستان يې و د شعر عالي مضمون

له خدایه ورته غواړي «علیمي» فردوس جنت

ملنګ خو ملنګ نه و یو حکیم و د ملت

ښکاره و ورتـــه واړه لامـلـونــه د ذلت

...........  

 

دملي شاعر ملنګ جان یو بیساری نظم

-------------------------------------------

نور د صبر طاقت نه وینم په ځان کې

بېخودي را باندې بیا کړی اثر دی

چې نظر مې شو روزګار د نور جهان ته

له افسوسه مې غوسه راځي خپل ځانته

نور د صبراوحوصلې کنډول مې مات شو

ځکه پورته مې له خولې نه دا فریاد شو

زه مې خپل پښتنو ورونو ته حیران یم

تش په تش کوي دعوه چې زه افغان یم

پښتونوالی هسې چیرته وي پښتونه!

چې په کور کې ماتوئ خپل مړوندونه

نه دالاره د پښتو نه د شریعت دی

بلکې همدغه علامه د جهالت دی

دا آواز به هیچا نه وي اوریدلی

چې پلانکی هندو پلانکي هندو وژلی

پښتانه سره تباه شوه پخپل میان کې

نور د صبر طاقت نه وینم په ځان کې

نه دیو انګریز له لاسه بل آزار شو

نه پخپلو کې جګړه ددوی رویکار شو

موږ همیش له ډیر جګړو نه ستړي کیږو

ورور د ورور په سپکاوی باندې خوښیږو

نه یوه مینځه خرڅه شوې په پیسو ده

با وجود چې نه شریعت شته نه پښتو

زموږ خویندې لکه مینځې ټول خرڅېږي

بې ولوره خدای لپاره نه ودیږي

ولور وختو لس شل زره روپوته

خان صاحبانو خیژولی دی شپيتو ته

که څه وایم را سره د سر خطر دی

بیخودي را باندې بیا کړی اثر دی

ته پخپله منصفي وکړه پښتونه !

ګنې نشته دی په موږ کې بد کارونه

په دنیا کې نور دنیا نه وشرمیږئ

په عقبا کې خدای رسول نه وو یریږئ

موږ او تاسې چې کوم کړی دا وضعیت دی

دامنلی نه پښتو نه شریعت دی

په شریعت کې خو نه غلا شته نه جواري

دا زموږ په پښتنو کې ده جاري

سود خوراک خو نا روا دی مسلمان ته

له افسوسه مې غوسه راځي خپل ځانته

یو انګریز به بیسواده پاتې نه وي

په خپل ژوند به نامراده پاتې نه وي

موږ په سلوکی پنځه نوي ناخوان یو

د دریم کلي میرزا پسې روان یو

یو روسی به چا ناخوان لیدلی نه وي

له مکتب نه به ناکام وتلی نه وي

زموږ وړکي ډلې،ډلې ناکامیږي

ناکامې په نوم مکتب نه خارجیږي

تمام بېرته شاته