(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

02.11.2021غزل

[02.Nov.2021 - 14:17]

غزل

 "فیض على فیض"

 

 د جبر نـــه باغي د انقلاب ســړے دې نــــــــۀ مري

د وخت د ګزارونو د جـــواب سړے دې نـــــــۀ مري 

 

د کرکې  ګنانــګار دې د دنیــــا د مخـــه ورک شــي

 د  مینې او د امــــــن د ثواب سړے دې نــــۀ مري 

 

د غــــم توره بــــلا چــې د سندرې پــــۀ زور وژني

د ژوند ټپــه چـــې وائي د رباب ســړے دې نۀ مري 

 

پــۀ ښار کـې چې د خاورې د خـوارانو وینې څاڅي

د خـــوارو د سرې وینې د حساب سـړے دې نۀ مري 

 

زمونږه د وطـــن د بقاء راز پــــۀ دې کــــې پټ دے 

چې هر سړے دې مري خو د پنجاب سړے دې نۀ مري 

 

د علم دښمنان کــــۀ پــــــۀ لار کېږي کـــــۀ مړۀ کېږي

خوخدایــــه! د قــلم او د کتـــــاب سړے دې نۀ مري 

 

د خدائ نه ورله خېر غواړه وطن ته چې ترې خېر وي 

د فېـض د کلــي  مشـر او مهـــراب سړے دې نۀ مري

-
بېرته شاته