(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

18.10.2021ساه مې واخله

[18.Oct.2021 - 12:52]

ساه  مي  واخله، خو  پښتو رانه  وانه خلې

زه  پښتون  یم  پـه پښتو بانـدي  پـتمن  یم

که   زما  ستوري   پـه  قبر  چیري  راشي

پـه پښتو  راته  دوعا  کړه   پري  میـن  یم

 

How much  my Grandfather love his nation, his language and his culture is shown by the  verse he  wrote down himself translated in German. it goes as follow: Take away my soul. But do not take away my Pashto -  for I am a proud Pashtun und if, you came to my grave someday , pray for me in Pashto. 

And this verse already shows how much my grandfather simply loved his nation, his culture and his language.

And that he would have given  and has given every thing  for Pashto. 

 

 

Wie sehr mein Großvater seine Nation, seine Sprache und seine Kultur geliebt hat, zeigt sein Vers, den er selbe niederschrieben hatte  Und zwar auf es deutsch übersetzt geht folgendermaßen: Nimm mir meine Seele weg , aber  mir nicht meine Paschtu weg - denn ich bin ein stolzer Paschtune und wenn du irgendwann zu  meinem Grab kommst, bete für mich auf Paschtu, weil ich Paschtu geliebt habe

 Und dieser Vers zeigt schon , wie sehr mein Großvater einfach seine Nation geliebt hat, seine Kultur und seine Sprache

 Und das  er alles für Paschtu gegeben hätte.

(Pohyal Stori)

18.10.2021

 

 

 

 

ساه مي واخله خوپښتورانه وانه خلې

زه پښتون یم پـه پښتوبانـدي پـتمن یم

که زما ستوري پـه قبر چیري راشي

پـه پښتوراته دوعاکړه پري میـن یم

(کبیرستورۍ)

پورنتي پښتني څپانده ږوندي احساس زه دې ته اړکړی یم چې تر(په پښتومین ته دوعا) سریزې لاندې دې ارواښاد ارواته داراتلونکې زرینه وړانګه ولیکم الله یې دې له ښکلې پښتو سره په جنت کې ورننه باسي .

په پشتو مین ته دوعا

راخــتلــو تـــه د ډ یـــر پـــه انتــظاروُه

ښـه راغلاست لره دهــرپښتـون تـیاروُه

تـل بـه ویـښ وی دپښتون راویـښیدوتـه

خو پښتون پـه ناپوهی کی تـارپـه تاروُه

د پښـتواوپښـتـنوغــم کی بــه ډ وب وی

دسیګرت لـوګی به ستـاګوتوکـی مـاروُه

پــه جــرګـوومحفـلوکی بـه حـضـوروی

ځکـه ستـادریدل هرځـای کـی په کاروُه

داحساس راپــارول بــه وُه سـتاغــږکـی

هرپښتون به په هرځای کی تانـه زاروُه

غورزنګونه به هرځای کی را پیداشول

چـی اوازبه دراخـپـورپـه کلـی وښـاروُه

ستاراتګ ته به هـرځای کی سلامـی وُه

کـه واړه وه کـه زاړه کـه خـواروزاروُه

پــه خپل غـږدپښتوږبـه راږونــدی کـړه

چی خـبـری او لیکـلی بـه پـری عـاروُه

ددوزخ دږبـی نـوم به یـی پـری کیښود

ګـزارونه لـه هرخواپـری وراپـه وراوُه

چی پشتون بـه شوپاشـاه پښتــوبــه لاړه

چــی لـګیـابــه تــل پــه ږبـه ددربـاروُه

ددربـارږبــه پـښتـوبــه پــه پـښتــون وه

لــه ډهـلـی تــراصـفهانــه چـی بـاداروُه

تـاخُــویُـونـه دپښتـون دی بــیـان کــړی

پـــه رښتیـاچـی پـښتانـه ډیــروفــاداروُه

دوی دږبـی خــد متــونــه هـلتــه کــړی

چی یوه خـواکی بـه تـوره بل خواداروُه

مـګرولی خـپل خـُویـونه ورنـه هـیردی

بیرتـه پاتی لکـه ږونـدکی چـی دغـاروُه

پشتانـه کـه پـه پښتوبـاندی راټـول شـول

واربی راشی لکـه څنګه چـی یی واروُه

سـتـا ارواتـه پــه پښتودوعــا درلـــیـږم

پـــه پـښـتـود ډیـــرمیـن زړه نـاقــراروُه

نن هـغه پـوهان ښکاریږی پښتونخواکی

چی(ساپی)به ورته تل سترګی په لاروُه

 

 

سـتــوري   له  مـداره  کـــډه   وکـــــړلــــــــه

څړېکــي  ئــې لــه پـرهــاره   کـډه   وکــړلـــه

 

نور  نـو   پــه دې کلـي کښې څـوک پــاتي دي

تـا  چــې،  اوس  هـــم  یــاره! کــډه   وکـړلــه

(سعید زابلی)

 

 

کبیر ستوري ته

....................

ستا د قلم توره

لکه جنډه د پښتون

لکه یو خرپ د ابدالي د تورې

لکه یو برېښ د خوشال خان د قلم

لکه اواز د باچاخان د خاورې

ددې نه وروسته عهد

باقي وختونه

 لکه په ځای ولاړ دي

لکه پښتون چې مړ دی

مړی قلم څه کوي

مړی په تورو څه کا !

(نولبشر نوید)

http://kabirstori.com/files/books/DaQalamTora.pdf

 

 

 

 

 

 

 

-
بېرته شاته