(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

05.10.2021ارمان

[05.Oct.2021 - 19:43]

د طالبانو دریم کال د واکمنۍ او زما ناهیلي په هغه وخت کې د طالبانو په هکله  ، کال ۱۳۷۷ هه ،ش پیښاور د هجرت کلونه/ سید عبیدالله نادر

 

د یو دردمن په ارمان                    

د زړه په درد بانــــدی، آشـــنا نه راځي

د خلـــکو غـــــم کې ، مبـــتلا نه راځي

چې د بهـــــــبود، لري پیغام ځـــان سره

داسی یو شـپون، په دې سحرا نه راځي

له غمه وچ شـــولو، په ســـترګو کې نم

د چـــا د لاســـه ، نن ژړا نه راځــــــي

هرې خـــــوا، مالـګي دوړوي په زخمو

چې شي دارو، په درد د چــــا نه راځي

هــاغــــه چې ول ، د امـــیدونو کاروان

یو ځـــــلي بیا ، په دې بــــیدیا نه راځي

ټول ژړه غونې کــــړه ، فـــراق د وطن

ځکه د چــا خــولي ټه ، خـــندا نه راځي

ډیری مو شـــپي ، په انتـظارتیری شوي

زمـــونږ د زړونـــــو، مــــدعا نه راځي

هغوی چې ول ، د دې وطـــن غمخواران

په دغـــــــه بڼ کې ، یو وار بیا نه راځي

د توری شپي تیارې، خـــــــو لا زیاتیږي

په دې چمن کې، روڼ ســــــــــبا نه راځي

سیوری د مرګ دی ، صورتونو کې ناست

په دغـــــــه دور کې، مســـیحا نه راځـــي

د نفـــس هــوا کې دي ، همـــه واړه ډوب

عدل و انصــــاف، په دې دنــــیا نه راځي

د قـــافلو واګـــــــي، چې واخـــلي په لاس

داسي لارښـــــود او، رهنمـــا نه راځــــي

هـــاغـــه د بخــــــت او، امیدو محـــــبوبی

نور په کلو ، زمــــونږ په خـــوا نه راځي

د زمـــانې دیــــــوانو ، خــــپو لاندی کړو

زمـــونږ په درد د چـــا پروا، نه راځــــي

-
بېرته شاته