(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

29.08.2021د بینوا

[29.Aug.2021 - 18:14]

داروا ښاد استاد عبدالروف بینوا یو شعر

---------------------------------------------------------------

ارواښاد استاد عبدالروف بینوا دپښتو ژبې  یو ستر لیکوال او شاعر و.ده دپښتو ژبې لپاره دومره ستر خدمتونه کړي دي چې پښتانه به یې هیڅکله  هم  هیر نکړي . دده ځیني چاپ شوي آثار په لاندې ډول دي

۱-پښتو کيلي

دا اثر ډير خلگ په کلي وايي خو دا کلی نه ، بلکې کيلي ده چي د څلورم جلد لومړی ټوک ئې په ١٣٢٠ لمريز کال کي د پښتو ټولني له خوا ددرسي کتاب په ډول چاپ شو

۲-پردېس

داد علامه اقبال د "مسافر " نومي منظوم کتاب منظومه ژباړه ده چي د ١٣٢١ لمريز کال د انيس په ورځپاڼه کي خپره شوې ده

۳- پښتو د شاهانو په دربار کي

دا پښتو رساله ده چي د ١٣٢٢ لمريز کال په کابل کالنۍ کي خپره شوې ده

۴-باغوان

دا د ټاگور دنثري اشعارو د ټولگي ژباړه ده ، چي په ١٩٤١ ع کال کي په طلوع افغان کي په پرله پسې ډول چاپ شوې ده

۵- د ميني مينه

دا د شعرونو ټولگه ده چي په ١٩٤١ ع کال کي چاپ شوې ده

۶- پښتنې مېرمني

دا کتاب د پښتني مېرمنو تذکره ده چي تر اسلام وړاندي او بيا تر اوسه پوري د پښتني مېرمنو يادونه او پېژنده پکښي راغلې ده ، دا کتاب په ١٣٢٣ لمريز کال کي د مطبوعاتو د رياست له لوري چاپ شوی دی

۷هوتکو په دوره کي پښتو

دا وړه رساله ده چي د هوتکو مشرانو اوشاعرانو پښتو ته پاملرنه پکښي ستايل شوې ده، دا رساله د١٣٢٤ لمريز کال دوري دمياشتي دکابل په مجله کي خپره شوې ده .

۸-طوق لعنت

يو تمثيلي ډرام دی چي په ١٣٢٤ لمريز کال کي ئې د مطبوعاتو جايزه وړې ده

۹-ميرويس نيکه

د پښتنو دملي قايد ميرويس نيکه دژوند حالات او د کارنامو يادونه ده چي په ١٣٢٥ لمريز کال کي دپښتو ټولني له لوري دکتاب په شکل چاپ شوی دی

۱۰- آريايي ، پارسي، پښتو مرثيې او ويرني

دا رساله د١٣٢٥_١٣٢٦ لمريز کلونو په کابل کالنۍ کي خپره شوې ده

۱۱-دغنمو وږی

دا يوه تاريخي منظومه رساله ده چي په ١٣٢٥ لمريز کال کي پښتو ټولني چاپ کړېده

۱۲- پير محمد کاکړ دديوان، تدوين، تصحيح، او مقابله

دا کتاب په ١٣٢٥ لمريز کال کي دپښتو ټولني له خوا چاپ شوې دی او دوهم ځل په دانژدې وختونو کي دصحاف نشراتي موسسې له خوا په نوې بڼه چاپ شوی او حبيب الله رفيع يوه خونده وره سريزه پر کښلې ده

۱۳-چند اهنگ ملي

په پاړسي ژبه دپښتو دڅو موسيقي ږغونو او ملي سندرو شرح ده چي په ١٣٢٥ لمريز کال کي دکابل په کالنۍ کي اوبيادکابل راډيو له لوري په مستقل ډول چاپ سوی دی

۱۴-ادبي فنون

دا کتاب دهغو درسونو ټولگه ده چي استاد بېنوا دادبياتو دپوهنځی دپرانيستلو په لومړي کال د هغه پوهنځي د لومړي ټولگي ته ورښوولی و، دا کتاب په ١٣٢٦ لمريز کال کي د پښتو ټولني له خوا چاپ سوی دی

۱۵-ويښ زلميان

داد هيواد دځينو ويښو زلميانو دمضامينو او شعرونو ټولگه ده چي داستاد بېنوا په زيار او اهتمام په ١٣٢٦ لمريز کال کي دپښتو ټولني له لوري چاپ شوې ده

۱۶- د دار مستتر پښتو څېړني

دا کتاب فرانسوي مستشرق ( جيمس دارمستتر) په فرانسوي ليکلی چي سيد قاسم خان ريښتيا په پارسي ژباړلی او علامه عبدالحي حبيبي او استاد بېنوا په پښتو اړولی او په ١٣٢٦ لمريز کال کي کابل مطبعې چاپ کړی دی

۱۷-صداي وطن

يو تمثيلي ډرام دی چي په ١٣٢٦ لمريز کال کي دتاليف څلورمه جايزه وړې ده

۱۸- د رحمان بابا د دېوان تدوين ، تصحيح

په ( نوي ډول ) تصحيح او مقابله د استاد بېنوا ، دا دېوان په ١٣٢٨ لمريز کال کي کابل مطبعې چاپ کړی دی

۱۹- خوشحال خان خټك څه وايي ؟

دا کتاب يو وار دهند په بمبيي کي غلام حسن خان ساپي په مرسته چاپ سوی و خو چي دپاکستان له لاري افغانستان ته راوړل کېدی نود پاکستان حکومت ظبط کړ ، مگر په ١٣٢٩ لمريز کال کي دمطبوعاتو مستقل رياست بيرته چاپ کړ

ن۲۰- نظري به پښتونستان

په پاړسي ژبه يوه رساله ده چي د ١٣٢٩ لمريز کال په کابل کالنۍ کي او بيا ځانته په مستقل ډول چاپ سوه

۲۱- پښتونستان

په ٤٨٠ مخونو کي دپښتونستان زاړه نومونه او ...... په مفصل ډول ليکل سوي دي چي په ١٣٣٠ لمريز کال کي د انيس په ورځپاڼه او بيا دمستقل کتاب په شکل د مطبوعاتو دمستقل رياست له خوا خپور شو

۲۲-ليډران امروزي پښتونستان

داد پښتونستان د ځينو مشرانو او ليډرانو لنډه پېژندگلوي ده چي د ١٣٣١ لمريز کال په کابل کالنۍ کي او هم ځانته درسالې په ډول چاپ شوې ده

۲۳- د کاظم خان شيدا ديوان

تدوين ، تصحيح ، او مقابله چي په ١٣٣٣ لمريز کال کي د پښتو ټولني له خوا چاپ شوی دی

۲۴- هوتکي ها

دهوتکو د دورې مفصل حالات او پېښي دي ، دا کتاب په پاړسي څبه ليکل شوی دی او د افغانستان دتاريخ ټولني له لوري په ١٣٣٥ لمريز کال کي چاپ سوی دی

۲۵- پريشانه افکار

دا د استاد بېنوا دبېلابېلو اشعارو يوه برخه ده چي د ټولگي په شکل په ١٣٣٥ لمريز کال کي پښتو ټولني چاپ کړې بېرته شاته