(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

29.08.2021افغانستانه

[29.Aug.2021 - 17:53]

زما ګران افغانستانه !

•••••••••••••••••••••

لږ به غوږ شي په ما ګرانه

ستا خوږې قیصي کومه

د مزي قیصي کومه

هم د حال ماضي ترمينځه

څو ترخي  قیصي کومه

ستا یو نوم په دي جهان وو

د میړاني دي داستان وو

دشمنان دي په لړزان وو

هر یرغل دي تمبولی

یرغلګردي دې شړلې

چې یې بد درته کتلي

هغه دم دي ژړولې   

چاچې ستا نیو و لپاره

د فریب دام غوړولی

په شرمونو دې یاد شوي 

په شرمونو شرمیدلی 

ستا تاریخ.   د حماسو دی

هر غلیم دي ځغلولی 

زماګران افغانستانه

خو اوس ستا بچي لګیا دي

ستا په غوښو نه مړیږي

ته یې چور کړي ته یې لوټ کړي

خو یې خیټه نه ‌‌‌‌‌‌ډکیږي

ته یې وران کړي کندواله کړي

لا یې زړه هم نه یخیږي

د ملت مال یې تالا که

د دولت ځمکي یې غصب کړي

بل‌‌‌‌‌‌ډينګونه پرې جوړیږي

مارکيټونه یې پرې جوړ کړل

 

وزیران او کابینه دي 

د خارج نه پارسل کیږي

 

دوطن غریب ولس مو 

د روزۍ پسي ړندیږي

زما ګران افغانستانه!

بس په تا مې زړه خوږیږي

دا څه کیږي لا به کیږي

لنده غر درته ګواښیږي

جنګسالار جنګ ته ګ‌‌‌‌‌‌ډيږي

دافغان له نومه تښتي

او اسلام یې نه خوښيږي

په فساد کې ټول اخته دي

په فساد یې ژوند تیریږي

د ملت غوښې په خوند خوري

نه یریږي نه شرمیږي

نا امنۍ کې خپل خیر ویني

تل د بل لاس کې لوبیږي

 

زما ګران افغانستانه !

دغه ټول ستا دشمنان دي

دوی د امن قاتلان دي

که داعش که طالبان دي

یا که ځان مجاهد بولي

جنګ پرسته رهبران دي

د جهاد ټيکه داران دي

ټول دمخي خاینان دي 

 

زما ګران افغانستانه !

مونږ جنګونو کې رالوي شو

او جنګونو کې روان یو

مونږ نا پوهه یو که پوهه

خو له مخي باتوران یو 

ښې خبرې مو زده کړي

دخبرو شنه پړانګان یو  

دعمل په وخت کې نه یو

بس په لافو  کې نران یو

په جذباتو کې چې راشو

نه په ځان نه په جهان یو 

څه سر زوره افغانان یو 

زما ګران افغانستانه !

اوس ګیله وکړم له چانه

ګیله من یم له خپل ځانه

بس دایو دعا به غواړو 

خدای دي تا لري ودانه

دشمنان دي ټول برباد شه

چې به تاته څوک بد ګوري

هغه ورک شه ، نامراد شه

هغه ورک شه، نامرادشه

 

بصبر بیدار ستوری

-
بېرته شاته