(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

13.07.2021مور

[13.Jul.2021 - 10:34]

مور/ نظم  شاعر شوکت عزیز شوکت

 

هغه زموږ په شکور کې وچه ډوډۍ

هغه زما د ژړاګانو ماښام

په الله هو به دې نهر ویده کړم

وي عجیبه د غریبانو ماښام

 

مورجانې هغه زما چاودې پوندې

تل به مې لوبو کې شلیدلو ګریوان

ما ویل چې ښکلې سلایي پرې وکړه

تا مې په سرو مزو ګنډلو ګریوان

 

تا په ځونډو راته بسته جوړوه وه

خو زه به بیا هم ښوونځي ته نه تلم

ما به د ځانه سره لوبې کړلې

د مستقبل مازدیګري ته نه تلم

 

مورجانې هغه وخت مې نه هیریږي

څه په ژړا به ښوونځي ته لاړم

له ښوونځي نه به چې ستړی راغلم

بیا به داستا سره پټي ته لاړم

 

څه په غریبه غریبي کې مورې

تا دومره کړمه چې پښتو لیکئ شم

د خپل قلم په ژړا غونې څوکه

حال او احوال د پښتنو لیکئ شم

 

اوس چې زلمی شوم یې حیرانه راته

د خپل بچي په درد د زړه پوهیږې

خو افسوس دا چې لیک او لوست نه لرې

زما د شعر په ژبه نه پوهیږې

 

ماته د خوب تعویزان مه کړه مورې

زه د اولس د ویر شعرونه لیکم

زه لیونی نه یم خوږې مورجانې

په سپین کاغذ د زړه دردونه لیکم

 

دا برکت و آ د وچې ډوډۍ

چې مې اواز تر بنګله والو رسي

شمه غندلی ظلم زور د ظالم

هم تر خپلو کلیوالو رسي

 

له خدایه دغه سوال بیا بیا کومه

مرګی مې مخکې شه لتانه مورې

وایم شوکت که لما مخکې شولې

شي به په ما دنیا ویرانه مورې

-
بېرته شاته