(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

09.07.2021 شعر اونظم

[09.Jul.2021 - 14:06]

 

شاعر: عبدالرحيم مجذوب

نوې  سپوږمۍ لکه   اوږۍ د  مستې  شپې په    غړۍ

څومره مزه کا څومره خوند کا  څومره ښکلې ښکاري

د پښتنې جينۍ په   شان پاس په  اسمان کښې زهرا

په خپلې  زنې  شپې  د خال په  ځاے  وهلې  ښکاري 

په نمر خاتۀ کښې  ورېځ رنګۍ رنګۍ  بهېدلې غوندې

د.    شپې له      سره لوپټه     نرۍ خوئېدلې  ښکاري

 

د داسې   شپو  د  تورو      زلفو سلسلو    کښې له ما

څو  ښکلي  ښکلي  د  چا  ښکلي  رومانونه   ورک دي

د داسې     شپو په      تورو سترګو خمارو کښې ولې

زما د مينې  څو خواږۀ    خواږۀ   خوبونه     ورک دي

د      داسې شپو     په    غولونکو     نظارو  تېر وتي

د    چا     د وصل په    هوس مې    هوسونه ورک دي

 

يو    څو    وختونه څو     يادونه دي چې اوسه پورې

لکه       اوورۀ       زما د روح      په اسمانونوګرځي

کله       پېدا      شي      کله  ورک شي عجيبه عجيبه

د      زړۀ      دنيا کښې  مې په شکل د خوبونو ګرځي

لکه      ګناه د      چا ژوندي     ضمير څښتن په ضمير

نقشې       مې  مخ  ته     د هغې  تېرو وختونو ګرځي

 

هغه       وختونه   چې  مې ګوډ دي محبت کښې د چا

هغه ساعتونه    چې مې تېر دي په صحبت کښې د چا

...............................

 

شاعر : ممتاز اورکزی

چـې جنګ افغانستان کښې غواړي بالکل حرامي دے

چې ګـټه دې تاوان کښې غواړ ي بالکل حرامي دے

 

چې غواړي وظيفه کابل کښې غوړه،غوړه،غوړه 

خو کور په پاکستان کښې غواړي بالکل حرامي دے

 

چې بې له ډوبې ډوبې ،غرقې غرقې مينې بل څه

که هر څه په آذان کښې غواړي بالکل حرامي دے

 

چې ظلم له حديث ثابتوي ،پلاران يې دوه دي

وحشت چې په قرآن کښې غواړي بالکل حرامي دے

 

سالـم فرعون چې مصر کښې څوک غواړي مور يې غله ده

بدها چې ړنګ باميان کښې غواړي بالکل حرامي دے

 

چې چور په فلسطين کښې غندي بالکل ورسره يم

خـو چور چې په لغمان کښې غواړي بالکل حرامي دے

 

مـمتاز اسلام آباد ته هم په خپله خوښه نه ځي

چـې څوک يې په تهران کښې غواړي بالکل حرامي دے

.......................

 

شاعر :  ډاکټر اسرار

د ژوند نغمه - مخ ۱۶۱

.

شعرونه وایمه خو کار نه کوي

د یو پۍ مخي زړه کې لار نه کوي

.

هغه په دې وطن کې څله اوسي؟

څوک چې د چل او ول روزګار نه کوي

.

د تصور ډېوې، بلېږه راته!

ډېره تیاره ده، نظر ښکار نه کوي

.

عقله د تا پورې به څنګ را رسي

پښتون په دې لوري رفتار نه کوي

.

واورې دې پرېوتې د حسن په غره

اوس دې ګوزار د زلفو مار نه کوي

.

وخت درنه لاړو، انتظار کې د وخت

وخت خو د هېچا انتظار نه کوي

.

اسرار دې داسې اعتبار بایللی

اوس په خپل ځان هم اعتبار نه کوي

(غوړچان د ښاغلي ممتاز خان)

..............

 

شاعر: عبدالهادي هادي

سمندره!

 

سمندره، سمندره!

زما د زړه پرحال خبره

ما درواخله د زړه سره

کړه مې خلاص د ژوند له شره

×××

سمندره، سمندره!

نن مې زړه د تا په شان دی

راکې ګډ عجیب توفان دی

زړه مې وران دی، زړه مې وران دی

×××

سمندره، سمندره!

بیوسي ده ، بیوسي ده

لوی جهان کې تنهایي ده

خوري مې، خوري مې مایوسي ده

×××

سمندره، سمندره!

هغه ښکلې غزلخوانه

نه راګوري اوس ناځوانه

ای! خپه ده له خپل ځانه

×××

سمندره، سمندره!

د ژوند لوری رانه ورک دی

دا خپل سیوری رانه ورک دی

یو روڼ ستوری رانه ورک دی

×××

سمندره، سمندره!

زړه مې چوي، زړه مې تنګ دی

لاس کې جام دی، جیب کې بنګ دی

ځم له ژوند سره مې جنګ دی

×××

سمندره، سمندره!

یوه ښکلې دعا راکړه

بې مانا یم، مانا راکړه

غنمرنګه مې بیا راکړه

×××

سمندره، سمندره!

زما د زړه پر حال خبره!

........

-
بېرته شاته