(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

09.07.2021جنت او دوزخ

[09.Jul.2021 - 13:59]

جنت او دوزخ

چې مستي وي‌ او ځواني وي

او جانان وي او ډک جام

ډېر ګلونه، لږ ياران،

او غمګين غوندې ماښام

 

عشق څه اور وي‌ او څه نور وي

زړه لمبې لکه تنور وي

په دې ژوند به زه ورځار کړم

جنتونه ستا تمام

 

خو دا ګټه په دې وکړي

چې هيڅ رنګ له قرار نشته

هر ساعت، هر رنګ د ژوند،

ستا د وخت بې کس غلام

 

او جنت کې ملا وايي

وخت به وي زما غلام

دې چې ورک شي او زه شته شم،

ټول به وران مې شي تمام

 

چې زه ټول عمر زلمی يم،

زلميتوب به يو عذاب شي

ځکه اوس راباندې ګران دی

چې يې خايست شي زر تمام

 

تل سپوږمۍ د څوارلسمې،‌

تل جانان د شپاړسمې

تل ځواني،‌ سيند د شرابو،‌

دا دوزخ دی که انعام

 

دې دنيا پسې به ژاړم،

دا تياره هلال به غواړم

هره ورځ به يادومه،

نرۍ لړه د ماښام

 

تنګ د حورو وفادارو،

بې‌ وفا جانان به غواړم

ستا ادم په ذات ښکاري دی،

د ښکار خوند کوي هر ګام

 

د مستۍ د سيند په غاړه،

ثوابي روژې به نيسم

اسويلي به کوم يادوم به

د ساقي نيمګړی جام

 

هر يو شی چې ابدي شي،

يو آفت شي يو عذاب شي

بس يو تا سره مزه کا،

دا ازل، ابد، دوام

 

بنده نوي رنګ محل کې

نوی نوی جانان غواړي

بيابان کې سره ګلونه،

توره شپه،‌ څراغان غواړي

 

تل تيارو کې دی ورکېږي،‌

تل رڼا کې هم ړندېږي

دی بچی د تغيير دی،

يو حالت کې نه ټينګېږي

 

که ده ستا جنت له يوړه،‌

دا فطرت او دا وجود

يو څو ورځو کې به سوزي،

په سرو سترګو به ژړېږي

 

اې د لوی فضل مالکه!

ما له دا دنيا جنت کړه

فارموله یې ده اسانه،

د درې توکو نه جوړېږي

 

لکه ويلي مې دي سر کې،

بس جانان، ځواني او جام

ډېر ګلونه، لږ ياران،

يو غمګين غوندې ماښام

 

چې زما لېونی سر پرې

کله کله مشغولېږي

هغه بل د مرګه پس مې

ملاجان پسې خيرات کړي

 

تش د حورو په خوبونو

که د خوار ګوزاره کېږي

ما له دلته يوه راکړه

غونډه مسته تکه سپينه

 

مينه‌ناکه، سپينه شمعه

چې لمبې وهي بلېږي

شل رنګونه یې نظر کې،

شل مزاجه په ځيګر کې

 

د سپرلي هسې خويونه،

کله لمر کله ورېږي

يو څرمنه کې دننه،‌

يو حرم د جينکو وي 

 

کله مسته او سرشاره،

کله غلې شي شرمېږي

او زما دې ستړي زړه کې

شل رنګونه اور لمبه کړي

 

چې د اور هسې سوزېږي،

د لښتو هسې ګډېږي

ميخانې ورته حيرانې

او ساقي ورته پسخېږي

 

د هغې زرو بدل کې،

ما له دلته يوه راکړه

د ابد ټوله ځواني مې،

د څو کالو مشغولا کړه

 

که دا نه کوې اې جانانه،

څربې حورې دې سمبال کړه

نه مې هغلته پکار دی،‌

نه مې دلته کې يادېږي

 

غټې غټې، سپينې سپينې،

چې نه سوال نه منت غواړي

ارتې، بېرتې، وږې سترګې،

په بخملو به لغړېږي

 

ربه! اې جانانه ربه!

دغه يو سوال خو منظور کړه

ګني لاړ غني دې مړ شو،‌

ورپسې يې ژبۍ کېږي 

 

#غني  خان

کتاب : لټون

مخ يا صفحه (226_227_228)

#TheLegendGreatGhaniKhan

#SaidUllahJan #Mangal

-
بېرته شاته