(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

09.07.2021 ویاړنه

[09.Jul.2021 - 13:55]

ویاړنه

امير کروړ سوري بابا

د دوولسم ټولګي پښتو کتاب

مخ - ۳۳

.

.

زه يم زمرى، پر دې نړۍ، له ما اتل نشته

په هېند او سېند او پر تخار او په کابل نشته

بل په زابل نشته

له ما اتل نشته

.

غشي د من مې ځي برېښنا پر مېرڅمنو باندې

په ژوبله يونم، يرغالم پر تښتېدونو باندې

په ماتېدونو باندې

له ما اتله نشته

.

زما د بريو پر خول تاوېږي هسک په نمنځ او په وياړ

د آس له سؤو مې ځمکه رېږدي، غرونه کاندم لتاړ

کړم اېوادونه ویجاړ

له ما اتل نشته

.

زما د تورې تر شپول لاندې دي هرات او جروم

غرج او باميان او تخار بولي نوم زما په اودوم

زه پېژندوی يم په روم

له ما اتل نشته

.

په مروه زما غشي لوني، ډاري دښن راڅخه

د هرې رود پر څنډو ځم، تښتي پلن راڅخه

رپي زړن راڅخه

له ما اتل نشته

.

د زرنج سوبه مې د تورې په مخسور وکړه

په بادارۍ مې لوړاوی د کول د سور وکړه

ستر مې تربور وکړه

له ما اتل نشته

.

خپلو وګړو لره لور پېرزوينه کوم

دوى په ډاډینه ښه بامم، ښه يې روزنه کوم

تل يې ودنه کوم

له ما اتل نشته

.

پر لويو غرو مې وينا درومي، نه په ځنډو په ټال

نړۍ زما ده، نوم مې بولي پر دريځ ستايوال

په ورځو، شپو، میاشتو کال

له ما اتل نشته

.

.

ویاړنه  = فخر کؤنه

اتل = قهرمان

من = تکل (اراده)

مېرڅمن = دښمن، مېرڅی، مرڅی، مېرڅن، غليم، مخالف

ژوبله = جګړه، جنګ

يونم = يون کوم، مزل کوم، سفر کوم

يرغالم = يرغل کوم، بريد کوم

تښتېدونو = تښتېدونکي

ماتېدونو = ماتې خوړونکي، شکست خوړونکي

بريو = کاميابيو

خول = پولادي خؤلۍ (ټوپۍ)

هسک = آسمان

نمنځ = ستاينه

وياړ = افتخار

سوو = د آسونو د سمونو او تر پښو لاندې

رېږدي = رپېږي، لړزېږي

کاندم = کؤم

لتاړ = ویجاړ، تالا ولار، درهم او برهم، وران

اېوادونه = هېوادونه، وطنونه

اوجاړ = ويجاړ، وران

شپول = کړۍ، دایره، حلقه

هرات = د ګران افغانستان د یو ولایت نوم

جروم = ګرمسير چې د ګران افغانستان د يوې ولسوالۍ نوم

غرج = غرجستان چې یې اوسنی نوم جورجیا هېواد دی

باميان = د ګران افغانستان د یو ولایت نوم

تخارد ګران افغانستان د یو ولایت نوم

اودوم = درملنه، علاج، چاره

پېژندوی = مشهور

روم = رومي ټولواکمني (امپراتوري)

 مروه = مروه د تورکمنستان یو ولایت دی چې پخوا د افغانستان برخه وه

لوني = اوري، ورېږي

ډاري = ډار کوي، وېرېږي

دښن = دښمن

رود = ۱) سیند، سین، دریاب ۲) خوړ، لګد

څنډه = ژۍ، ډډه، مورګه، څورګه

پلن = پلی، پياده

زړن = زړور، زړه لرونکی، بهادر، نډر

زرنج = ۱) د سيستان (یوه تاریخي سیمه) لرغونی مرکز ۲) د چخسور (نیمروز) د ولایت مرکز

سوبه = بری، فتح

مخسور = مخسوری، سرلوړی، مخروڼی، ښاڅمن، سرفراز، سرخرو

باداري = سرداري

لوړاوی = پرمختګ

کول (کهول) = ۱) خاندان ۲) نسل

کول د سور = د سوریانو کهول

ستر = ۱) مشر، پراخ ۲) غټ، لوی

تربور = د تره زوی، د کاکا زوی

وګړی = کس، تن، انسان

لور = پيرزوينه، مهرباني

ډاډینه = تسلي، اطمینان

بامم = لکه خپلوان پالم

روزنه = تربیت، پرورش، پالنه 

ودنه = وده ورکؤنه، روزنه، پالنه

درومي = ځي

نه په ځنډو په ټال = لکه بې ډیله، په تلوار، وار د وار

بولي = ستايي

دريځ = منبر، پورتال

ستايوال = ستايونکی، ستاینه کوونکی، تعریف کوونکی

.

غوړچان د ممتاز خان

....................... 

-
بېرته شاته