(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

04.07.2021اکسیجن

[04.Jul.2021 - 10:01]

ډاکټر حميدالله زړور ساپی

                              (د آکسیجن  تور بازار)

له یوې خوا نازل سوې امریکا

ورسره غټې بلاوې بمباردها

بېکاري،بېروزګاري دربدري

پړسولي ېې دي یو څو میلیارد ها

اعتیاد،فساد او فقر کړي بېداد

 قاچاقبر رشوتخواره کړي فرېادها

میلیونونه ولسونه شول بېکوره

 رابران په دُبی، تُرک  کفرآبادها

کرونا بیا بل آفت دی آسماني!

ابتلا د رب جلیل ده بنیاد ها

پالیوشن دي په هوا او په اوبو کښې 

شل کلن او دېرش کلن دست آوردها

دواګانې خو جعلي پاک ایرانۍ وې

 د کابل کمېشنکار کړي فسادها

د نړۍ پوهان په فکر د واکسین دي

 (آکسیجن  شو په چاره د بازار سیاه)!!!

زړور وايي خدایه! ظالمان تباه کړې

د وطن د دښمنانو چهار ټګها

-
بېرته شاته