(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

24.03.2021خوږ دی ماته

[24.Mar.2021 - 16:44]

خوږ  دې  ماته  ملک  زما

خوږ    تر     کل     جهان

زه به ځم په جنګ د قام

زه   چې    شمه     ځوان

 

وينه   د   توده   زما   رګونو     کښ   د  ننګ

سر که م قام غواړى زه به ئې نکړمه په  څنګ

 

زور  دې  ما  ليدلې  هم  د  توپ  هم  د ټوپک

زور   م   غيرت   دې   د   همه  زورونو   خان

زه  به ځم په جنګ د قام

زه    چې    شمه    ځوان

 

سر  څه  سپى سر وى چې فدا نه وى  په قام

نر څه  ښځونى وى  چى شيدا  نه وى په قام

 

نوم ناموس ئې څه وى چې ئې نوم وئ  غلام

دا  نوم  به  بدل  کړم  يا  به  کړم  بدل  جهان

زه به ځم په جنګ د قام

زه   چې    شمه    ځوان

 

زه   پښتون    بابا   د  خپلو  وينو  پيدا  کړې

زه   پښتنې  مور  په  غيرتى  پيو   لوې  کړې

 

مونږ  په  پلار  نيکه  دى  د مردى کارونه کړې

زه  به  غلام  نه شم  که  غلام شى ټول جهان

زه به ځم په جنګ د قام

زه   چې     شمه    ځوان

 

زه   به   په   وجود    يمه  کوټلې   وزير  آس

کړم   به  د  کاروان  خبردارې    لکه   د    آس

 

يم  به  د ظالم  سترګو کښ تل  د سترګو خس

زه   به   لکه   باز   يم  د  نرتوب  مرد   ميدان

زه به ځم په جنګ د قام

زه   چې    شمه     ځوان

 

زه  به  لوئې زړګې  لکه  شيرشاه د  بنګالئ لرم

مټ   به    ابدالى   لرم    همت   به روهلى لرم

 

سر  به  ښکته  نه  کم  که  زرګونه  کشالې  لرم

ربه   ښکته   مه   کړې  جاته  سر  ته  د  افغان

زه به ځم په جنګ د قام

زه   چې    شمه    ځوان

غني خان

#TheLegendGreatGhaniKhan

 

 

 

 

-
بېرته شاته