(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

24.03.2021ټيې

[24.Mar.2021 - 10:27]

ټپې

د لمريز کال نوې پېړۍ ده + * له کورونا ډکه نړۍ ده +* خدایه تر کومه دا لړۍ ده

                          یالله شفآء ورکړې د خواخوژو ژوندونونه!

غازي امان جوړه بېړۍ وه *+ پیل کړې ېې د ريل پټلۍ وه*+ پخپله خاوره ېې سیالۍ وه

                         څو ګوډ ملا، بچه ی سقو ېې خاورې کړل ارمانونه !!

ټوله نړۍ انقلابي وه +*  ډېموکراسي خیال ګلابي وه +* که سي آی اې که کا ژې بي وه!!

                         انګریز، پښتون وطن کښې تېر کړل ډیو رڼډونه!

ځوانانو هڅې کړلې ځوانې*+ ماشومان حفظ کړې ترآنې +* تورې-سپین سرې وې بيبیانې!!!!

                         او دښمنانو غوښتل ورک کړي ښه دودونه

پس له سل کالو دوءر بل دی+* ټوله دنیا کلی ګلوبل دی *+ په دشمنانو مو اور بل دی

                       افغانان غواړي جوړ کړي خپل اوبو بندونه !!!

سوله د بسوګۍ واده شوه-* دوحه مسکو کاته ليده شوه *+ ځينې افغان په خوب ويدهء شوه

                      ګاوڼډیان ، سوپر پاوران صلحه راوړينه؟؟؟؟؟

 حميد) وايي راپاڅئ!+* نوي سپرلي سره وناڅئ!!++** غليمان له وطن وباسئ!!(zrrvr )

                     ! ټول متقیانو سره یو کړئ نازک زړونه!

ډاکتر حمیدالله ( زړور ساپی)        

-
بېرته شاته