(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

زړګیه13.03.2021

[13.Mar.2021 - 15:16]

ارواښاد خاطر اپریدی/ دیوان خاطر، مخ ۶۰

.

ته خو وایه زه به څه کړم، زړګیه لېونیه

څه به کړم او څه به نه کړم، زړګیه لېونیه

.

تا خو وې آبادي پرېږده، ما خو پرېښوده، دلته څه دي؟

په صحرا چې ګرځېدهٔ کړم، زړګیه لېونیه

.

چې آشنا کړي سترګې پورته، باڼه ستا په لور رادرومي

زه یې کوم طرف کاږه کړم، زړګیه لېونیه

.

زه خاطر درته حیران یم چې په څه باندې راویښ شوې؟

چې په څه دې اوس ویده کړم، زړګیه لېونیه

.......................................................

ښاغلی سلیمان لایق

.

توره وباسه له تيکې چې رښتونی یې باور شي

ستا په ننګ او په مېړانه، ستا په توره اې پښتونه

.

هره لاره ورته نیسه، هره تیږه ورته څاره

هر ګودر ورته ګرداب کړه، هره ورځ ورته کلونه

.

باندې ویې شلوه خېټې، ترېنه ویې باسه سترګې

پرې ور ويې ځپه ژامې، پرې ورمات یې کړه غاښونه

.

 

شاعر  - ښاغلی فضل سبحان عابد

شعري ټولګه - لېونی موسم

د پاڼو شمېر = ۱۲۱ - ۱۲۲

.

ستا هر قدم ته چې نظر په لار غوړېږي زما

په ځان مې شک شي چې مین دې کړمه

ته چې له ورایه شې ښکاره زړګی درزېږي زما 

په ځان مې شک شي چې مین دې کړمه

.

په ناخبره خپه شمه ، ګیلې کومه

ګلابه دا چل خو په مینه کې وي

ته چې خبرې لنډوې او زه اوږدې کومه

ګلابه دا چل خو په مینه کې وي

ته چې زما نه روانېږې زړه خورېږي زما

په ځان مې شک شي چې مین دې کړمه

.

دا زه چې پاڼې ډکومه ستا نومونه لیکم

دا لېونتوب نه دی خالي د څه نه

لکه په ځان چې ستا د مینې تعویذونه لیکم 

دا لېونتوب نه دی خالي د څه نه

خبره ورانه ده که عقل څه رسېږي زما

په ځان مې شک شي چې مین دې کړمه

.

دواړه د یو بل نه خبره د خپل زړه پټوو

خبرې ختمې شي څه ونه وایو

یاري کوو او هم لګیا یو یارانه پټوو

خبرې ختمې شي څه ونه وایو

لکه چې ستا غوندې په ویښه شپې تېرېږي زما

په ځان مې شک شي چې مین دې کړمه

.

ستا هم اوتر اوتر کاته جانانه هسې نه دي

ته د عابد په زړګی ښه پوهېږې

ستا هم زما نه شرمېده جانانه هسې نه دي

ته د عابد په زړګی ښه پوهېږې

دا ستا چې ماته یاره تاته رنګ زیړېږي زما

په ځان مې شک شي چې مین دې کړمه

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

 

شاعر = ښاغلی فضل سبحان عابد

شعري ټولګه - لېونی موسم

د پاڼو شمېرنه = ۱۲۱ - ۱۲۲

 

ستا هر قدم ته چې نظر په لار غوړېږي زما

په ځان مې شک شي چې مین دې کړمه

ته چې له ورایه شې ښکاره زړګی درزېږي زما 

په ځان مې شک شي چې مین دې کړمه

 

په ناخبره خپه شمه ، ګیلې کومه

ګلابه دا چل خو په مینه کې وي

ته چې خبرې لنډوې او زه اوږدې کومه

ګلابه دا چل خو په مینه کې وي

ته چې زما نه روانېږې زړه خورېږي زما

په ځان مې شک شي چې مین دې کړمه

 

دا زه چې پاڼې ډکومه ستا نومونه لیکم

دا لېونتوب نه دی خالي د څه نه

لکه په ځان چې ستا د مینې تعویذونه لیکم 

دا لېونتوب نه دی خالي د څه نه

خبره ورانه ده که عقل څه رسېږي زما

په ځان مې شک شي چې مین دې کړمه

 

دواړه د یو بل نه خبره د خپل زړه پټوو

خبرې ختمې شي څه ونه وایو

یاري کوو او هم لګیا یو یارانه پټوو

خبرې ختمې شي څه ونه وایو

لکه چې ستا غوندې په ویښه شپې تېرېږي زما

په ځان مې شک شي چې مین دې کړمه

 

ستا هم اوتر اوتر کاته جانانه هسې نه دي

ته د عابد په زړګی ښه پوهېږې

ستا هم زما نه شرمېده جانانه هسې نه دي

ته د عابد په زړګی ښه پوهېږې

دا ستا چې ماته یاره تاته رنګ زیړېږي زما

په ځان مې شک شي چې مین دې کړمه

 

-
بېرته شاته