(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

13.03.2021د رنګونو

[13.Mar.2021 - 15:13]

 

شیرین یار یوسفزی/ د رنګونو پیوندونه، مخ ۱۰۰

.

لویه ورشَو د پښتنو که بې بهاره نه وای

ښکلې هوسۍ به د دامانې دومره خواره نه وای

.

منګي ټیکړي، ګړونج ټوټې، جونه تار تاره نه وای

زموږ د کلي د سیند غاړه به وزګاره نه وای

.

لکه ماشوم به کټورو پسې لاس نه جګوم

خو سېل د زاڼو دې آسمان کښې بې قطاره نه وای

.

زما د زړه کاله ته ګوټ داسې ممکن خو نهؤ

که ستا نظر سره زما د سترګو لاره نه وای

.

چا به زما نه د لاله ګلونه څنګه رېبل؟

داسې که زه په خپله خاوره بې اختیاره نه وای

.

تا به زما د کامرانیو جنډې هسکې لیدې

زما د ژوند که د بلا په کوڅه لاره نه وای

.

.

ورشَو = څر ځای، وښیاڼه، مرغه، برغه، سبزه زار، مرغزار

وای = په ارماني تېرمهال (ماضي) کښې د کړ (فعل) پای ته "ا" او "ی" ورزیاتېږي. "کاشکې، "کاش" او "که" نومونه ارماني تېرمهال ته نغوته (اشاره) کوي

دامان = ۱) ډاګ، د غره لمن، مېره ۲) دښت، صحرا، بيابان ۳) غولی، دالان

ګړونج = د لرګيو جوړ کړی شوی د منګيو (ګړو) د اېښودو ځای، ګړماچی، ګړماچۍ، ګړمچی، ګړونچی

کامرانۍ = بریالیتوب، کامیابۍ

........................................................

د ناز کات/ ارواښاد داکتر کبیر ستوری/ سندریز پیغام، مخ ۲۷

.

ګل بڼ وای د بلبلو، بس یوازې زه او ته وای

دا ستا د تورو زلفو د وربل لاندې مې شپه وای

نو دا به ډېره ښه وای

نو دا به ډېره ښه وای

.

ډېوه د ښکلي مخ دې بلېدلې په تورتم کښې

د ګلو په وږمو کښې زما تا سره جرګه وای

نو دا به ډېره ښه وای

نو دا به ډېره ښه وای

.

کیسې د محبت وای، بل مضمون په منځ کښې نه وای

د سترګو په ککو کښې په ځیر ځیر د ناز کاته وای

نو دا به ډېره ښه وای

نو دا به ډېره ښه وای

.

بالښت مې ستا څنګل وای او ما سر وای پکښې اېښی

دنیا نه ناخبره او د مینې ولوله وای

نو دا به ډېره ښه وای

نو دا به ډېره ښه وای

.

بلبلې ګډېدلې، کارغان تللي وای، له بڼه

د ستورو اتڼونه وای، هم مینه پښتنه وای

نو دا به ډېره ښه وای

نو دا به ډېره ښه وای

.

.

یوازې = صرف

یواځې = تنها

تورتم = ۱) توره تياره، ډېره تياره، تپه تياره ۲) اړی ګړی، ګړبړ، ګډوډي

ککی = کسی، د سترګو تور، باتوره، باتور، د سترګو ککی

ځیر = پام، توجه

ولوله = جوش، جذبه

بڼ = باغ

.....................................

زما سلام/ ارواښاد ملنګ جان بابا/ خوږې نغمې، مخ ۲۵

.

زما سلام دی په هغو چې سخت په ځان تېروي

د قام لپاره تکلیفونه د زندان تېروي

.

زما سلام دی په هغه خدمتګاران د وطن

چې محبت سره جیلو کښې دي بندیان د وطن

.

دوی خپل سرونه دې په ویاړ کړي ټول قربان د وطن

د آزادۍ په مینه چې جیلخانې ته ځینه، د وطن پت ساتینه

.

دغه کسان د خدای په فضل به ایمان تېروي

چې قام لپاره تکلیفونه د زندان تېروي

.

چې د وطن د پاره ‌‌‌‌‌‌ډېر غټ تکلیفونه باسي

د آزادۍ په لاره جیل کښې زحمتونه باسي

.

د قام عزت غواړي په خپل ځان تاوانونه باسي

دا لیډران فداکاران د پښتون، خدمت ګاران د پښتون

.

وروستني نسل به د دوی څنګه احسان هېروي؟

چې قام لپاره تکلیفونه د زندان تېروي

.

څوک چې خپل ځان بولي پښتون، له مرګه نه ‌‌‌‌‌‌ډارېږي

لکه د ‌‌‌‌‌‌ډمې د پردو پیسو ته نه درېږي

.

که سر یې لاړ شي آزادۍ ځنې هېڅ نه تېرېږي

که غیرتمن پښتون وي، په زړه دردمن پښتون وي، په قام مین پښتون وي

.

هغه نو کله د بل لاس لاندې ګزران تېروي

چې قام لپاره تکلیفونه د زندان تېروي

.

د خدای د پاره وروڼو ټول شئ، ځانځاني مه کوئ

زړونه مو یو کړئ، سره یو شئ، ناداني مه کوئ

.

وکړئ پوښتنه د بندیانو، ناځواني مه کوئ

خپل لیاقت وګټئ، خپل شرافت وګټئ، د قام عزت وګټئ

.

تر څو به اوښکې له ‌‌‌‌‌‌ډېر درده ملنګ جان تویوي

د قام د پاره تکلیفونه په خپل ځان تېروي

-
بېرته شاته