(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دپلار نیکه 13.03.2021

[13.Mar.2021 - 15:00]

د پلار نـیکه وار تـېر شـو، وار زمـونـږه د پـښـتو دی

ورکـېـږو، کــه یـو نــه شــو، ضرورت د یو کـېـدو دی

د وخـت سره بـه ځـو یـا بـه وخـت ځـانــه سره بېایـو

د وخـت سـره که ځو، نو زېاتې وخـت دخوځېدو دی

که  وخـت ځان سره بېایو، نو د نـنـګ تـوره راواخلئ

چې  وخت ځان سره بېائې دا خوکار د نـنګیالو دی

میراث د نـنـګ غیرت چـې د نـیـکـونـــو دی راپــاتـې

دا وخت ځان سره بیایو وخـت د وخـت د بدلـېدو دی

چې سـتوری  د سـبا د خـپلـواک  ژونـد دی راخـتلی

د خپـل مـلک جوړېدو تـه وخـت راغــلې د جرګــو دی

..........................................

 

ارواښاد اجمل منصور

دار او دلدار، مخ - ۴۳

.

څه پیکه غونده کښې شپه ده؟

خو یار خوا کښې دی خوږه ده

.

ستا له زړه نه به ونه ځي

زما مینه پښتنه ده

.

ځم، ورځم ډېوې بلومه

ستا فرقت کښې شوګیره ده

.

زما خوله کښې د یار نوم دی

او د شیخ په خوله توبه ده

.

زندګي زموږه څه ده؟

یو غزل دی، یو ټپه ده

.

یار دې رانه کړلو ربه

د منصور دغه ګیله ده

فرقت = بېلتون، جدایي، جلا والی، فراق، لېرېوالی

Separation, partition, disassociation

........................................................

 

دعوه - ښاغلی عبدالباري جهاني

.

کندهار مې د بابا په قباله دی

که پنجشير دی، که واخان دی، وطن زما دی

.

هره لوېشت مې د نيکه او بابا ګور دی

په هر ګام باندې لحد او کفن زما دی

.

هر غاټول يې زما له وينو رنګ اخيستی

دا په وينو روزل شوی چمن زما دی

.

له نيکه راپاتې شوی په ميراث دی

دا د مُشکو رباتونو خُتن زما دی

.

سرداري يې زما په پچه ده ختلې

له آمو تر مست هلمنده، مامن زما دی

.

که تاجک دی، که اوزبک دی، يو افغان دی

د دې خاورې هزاره، ترکمن زما دی

.

چې فکرونه د نفاق پالي په سر کښې

امتياز يې د وهل او کُشتن زما دی

.

ښه يې زما دي، بد يې زما دي، هر څه زما دي

د دې خاورې ارغوان او زغن زما دی

.

دلته هره تیږه، کاڼی، بدخشان دی

دا لالونه، غرونه غرونه دمن، زما دی

.

د ازل تقسيم باغوان يم پيدا کړی

دا بهار، دا لاله زار او ګلشن زما دی

.

دا مورچل مورچل پکتيا او دا شیربريتي

چې فلک به کوږ ورګوري دښمن زما دی

.

که ميرويس دی، که اکبر، که مسجدي دی

هره تُوره، هر ميدان او تُورزن زما دی

.

فتح زما ده، فخر زما دی، جشن زما دی

شهيد زما دی، د ويرژلو شيون زما دی

.

چې په زړه کښې څه در تېر نه شي آسمانه

چې پرون مې د نيکونو ؤ، نن زما دی

.

.

دعوه = ۱) د حاکم په وړاندې له يوه سړي څخه د بل سړي حق غوښتل، غوښتنلیک وړاندې كول، هيله كول، اسره كول ۲) دعوا، دنګله، لانجه، شخړه، جګړه، ادعا

 1) Lawsuit 2) Claim 3) Quarrel

قباله = پلورلیک، قواله، د ملکیت سند، د پلورو (خرڅولو) سند

لوېشت = لېشت، د غټې ګوتې او خچې ګوتې تر سره واټن (فاصله)

غاټول = لاله، مرغټ، شندی، شیندی ګل، غانټول، خاټول، سندوی

خُتن = د ولسي چين د جمهوريت د سنکيانګ په ايالت کې د يو ښار او د يوې سيمې نوم دی، دا سيمه په تاريخ کې ډېره مشهوره او مُشکو يې بين المللي تجارت درلود

پچه ختل = ۱) عسكرى خدمت ته غوښته، عسکرۍ ته جلبېدل ۲) د خسڼي (قرعه، پچه) ايستلو په ذريعه د چا ونډه ټاکل کېدل

امتیاز = ۱) توپير، بېلولی، بېلتون، فرق، تميز، جدایي ۲) ښه والی، لوړوالی ۳) هغه حق يا اجازه چې د دولت له خوا د ورځپاڼو، مجلو او ته ورکول کېږي

مامن = د امن او د ارام ځای، پناه ګاه

نفاق = مړغنډۍ، بې اتفاقي

کُشتن = وژل، مړ کول، قتل کول

ارغوان = ارغمان، يوه غرنۍ ونه ده چې ګردې پاڼې لري او ګڼ سور ګلان کوي

زغن = ټپوس، موږک باز

تیږه = کاڼی، بغرګه

فلک = اسمان، هسک

دښن = دره، تنګی، ترۍ، ناوه، تنګه، راغه

ازل = تندی، قسمت، تقدیر

تقسیم = وېش

فتح = بریا

فخر = ویاړ

ويرژلی = غمځپلی

شیون = شېون، سانده، فریاد، ګریه او غم

......................................................

-
بېرته شاته