(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

12.03.2021د برکلي

[12.Mar.2021 - 16:48]

 

مكتبۍ - ښاغلی غفور لېوال

ته زما ټوله شاعري یې، مخ ۵ متحده ايالات - مېریلند

د بر كلي صاحب زاده يم

يو مې آس، يوه شړۍ

قصيده مې پخه كړې

ګرځومه كوزړۍ

ځوان مريد، د څرخي پير يم

رنګ دې ورک شي، كوډې نه كړم

كوډې باسم

بند بختونه خلاصومه

د مَينو زړو ریبار يم

شكرانه مې يا ممیز دي، يا توتان دي، يا مرۍ

څوک دسمال راته خامک كړي

څوک راجوړه كړي خولۍ

د بر كلي صاحب زاده يم

يو مې آس، يوه شړۍ

.

نجونې ګردې رانه تاو وي

تعويذونه رانه غواړي

مُلا تل راته په قار وي

سل كوپرونه راته وايي

خو پروا يې ډېره نه كړم

خدايزده ولې؟

د كوز كلي په زلميو باندې ګران يم

ما ته راز د دوى معلوم دى

يو د خان په لور مين دى

بل لیدلې د مُلا صاحب لمسۍ

د بر كلي صاحب زاده يم

يو مې آس، يوه شړۍ

.

د شنډ توت ډډې ته ناست يم

شنډو ښځو ته تعويذ كړم

ماشومان له ځېله خلاص شي

ورته دم چې زه ممیز كړم

د برات د مياشتې سر دى

نن اوله پنجشنبه ده

يوه پېغله راته ناسته

زښته ډېره ښايسته ده

وايي داسې تعويذ راكړه

چې مې پلار لږ بسلمان شي

میرات مړى وَلوَر كم كړي

خوږ جانان مې مسافر دى

په دوبۍ كې مزدوري كړي

نيمه شپه چې شي رابره

په سندرو باندې سر شم

ټول ماران مې په هوده دي

غږوم ور ته شپېلۍ

د بر كلي صاحب زاده يم

يو مې آس، يوه شړۍ

.

ژرنده ګړى مې ښه يار دى

ډېرې شپې سره يَو ځاى يُو

ظالم ښه مست ربابي دى

د ځوانۍ سندرې وايو

شپه چې ښه ډېره پخه شي

بيا نو بله كړو دوهۍ

د بر كلي صاحب زاده يم

يو مې آس، يوه شړۍ

.

ژرنده ګړى چې نن راغى

په خندا يې راته وويل

صاحب زاده كيسې ته غوږ شه

نن اوړه مې د خان يووړل

كور يې ډک له مېلمنو ؤ

څوک له ښاره وو راغلي

په انګړ يې شور ماشور ؤ

يوه ښكلې مېلمنه وه

په ښايست وه ښاپېرۍ

كليوالو غوندې نه وه

ښكارېدله مكتبۍ

شرمېدله پټ يې وويل

صاحب زاده يار ته دې وايه

پيرخانې ته دې سلام دى

يو تعويذ خو راته وكړه

چې جانان ته شم منظوره

شكرانه به پوره دركړم

خداى دې مه كړه ادې بوره

مكتبۍ راته دا وويل

بيا يې راكړ دا كاغذ

ژرنده ګړي توبې وكړې

ويل يې ورانه زمانه شوه

مكتبۍ نه وه، بلا وه

په خندا بېرته ستنه شوه

په كاغذ كې وو ليكلي

په سندرو یم مینه

د نغمو يم ليونۍ

په يو چا مې زړه بايللى

غږوي ښكلې شپيلۍ

يو تعويذ ور باندې وكړه

چې ما ګل كړي د پګړۍ

د بركلي صاحب زاده دى

يو يې آس، يوه شړۍ

.

کوزړۍ = صراحي، مرتبان قصیده = بولله، ستاینی شعر، حماسه خامک = سکوینه، ګل کاري، دستکاري کوپرونه = سپکې سپورې، کنځلې

برات = د شوقدر مياشت، رسول مياشت ځېله = د ماشومانو ژړا، د ماشومانو نه کرارېدونکې اوږده ژړا

هوده = د مارانو نيولو دم، جادو، منتر، کوډه  ممیز = وڅکې، کشمشخولۍ = ټوپۍ مکتبۍ = لوستې جینۍ، هغه جینۍ چې په ښوونځي کښې زده کړې کوي ژرنده ګړی = ژرنده چلوونکی

دوهۍ = د ملنګانو د نشو او اور بلولو ځای.

..........................

ارواښاد قلندر مومند سباوون - مخ ۱۰۴

 

په شبخون د شب پرستو مې شعور کله شاکي دی

د ګلاب د ډېوې دُود یې خوښ دی، زړه مې تریاکي دی

.

زه لګیا یم د چا غم خورم، د چا غم لګیا دی ما خوري 

یاره غم عجیبه څیز دی، په هر حال کښې خوراکي دی

.

په دې تَوره درنه شپه کښې ما څراغ د وینو بل کړ

د امید په رڼو ستورو زما ذهن افلاکي دی

.

احساسونه مې لګیا دي د جذبو تنور کښې سوځي

داسې زړه مې په نصیب دی چې په تبه پسخاکي دی

.

تور باطنه، کج فطرته دمشقیان پرې نه پوهېږي

هر سَرود مې حجازي دی، هر یو ساز مې لولاکي دی

.

په دا هسې سخته ځمکه مې قلم لکه سمند ځي

په ګردون کوي تاختونه، په ظاهره که خاکي دی

.

د غزل غرور یې مات شو، رقیبانو مې شریک شور که

قلندر په غرغره کړئ، قلندر اشتراکي دی

.

.

شبخون = د شپې د دښمن په کور حمله کول، داړه، د شپې مرګو، د شپې چپاؤ، يرغل

Ambush at night

شاکي = شکایت کوونکی، ګیلمن دُود بېرته شاته