(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

12.03.2021رخصت

[12.Mar.2021 - 11:33]

چې زما نه دې رخصت په سحر وغوښت

ضبط او صبر اجازت د سفر وغوښت

 

ستا دیدن که په ژړا شوی یوسف مخیه 

د یعقوب نه ورله ما به بصر وغوښت

 

خپل آیین دې د کرم هم پرېښوی نه شو 

آیینه دې راکړه ما چې نظر وغوښت

 

ستا په سر چې مې خپل یاد درته غرض و 

خفه مه شه که قیمت مې د سر وغوښت

 

خدای چې درکړل درله هسې بانه غشي 

ما ترې ځکه د فولادو ځیګر وغوښت

 

شوه معلومه چې ورک نه دي ، قبول شوي 

د خپل زړه نه چې د زړه مې خبر وغوښت

 

حمزه روح دې پهلوان و له ازله 

چې د خدای نه دې الفت د حیدر وغوښت

 

حمزه بابا

-
بېرته شاته