(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

04.03.2021فلسفي

[04.Mar.2021 - 17:02]

پوهاند سميع الدين ارمان داؤدزئې وائي چې غني صوفي نه دې بلکښې هغه جمالېاتي فلسفي دې. ښاغلې د غني خان په اړه د درې اړخونه چې تر اوسه څیړل شوي رد کوي چې هغه صوفي ګنړل هغه د رابندر ناتهه ټیګور طفېلي او ده هغه د سوري لاندې ګرځول او د فلسفې په بهیر کښې د هغه تعين قدر نه کول چې جمالېاتي فلسفه الاهېاتي فلسفه او مادي فلسفه کښې د غني په اړه خلط ملط شوې دې  .

درې څېزونه داسې دي چې هغه مونږ دې ته نه پرېدي چې غني مونږ د صوفېاؤ په قطار کښې اودروو ېو د غني خان سوانح دوئم د غني خان نثري آثار ده هغه د پارلیمان شپاړس مباحثې او درېم د غني خان اسلوب دې. غني خان په تصوف باندې شاعري کړې خو ددې نه دا خبره رويستل چې غني خان صوفي دې ناسمه ده ځکه چې محض د ېو څه پحقله وېنا او ده هغې په وجه ېو سړې په هغه قطار کښې اودرول ناسم کار دې اسلامي تصوف چې څومره هم دې نو په هغې کښې خدائې ته د تلو لار پیغمبر ص دې خو ده غني خان د تصوف اسلوب ددغه رواېت نه خالي دې د خپل فکري او فلسفېانه يون په اساس غني صوفي نه دې . ارمان صېب وائي چې غني خان د ځان نه وړاندې ټول ادبي اړخونه چېلنج کړي او خپل ېو ځانګړې اسلوب ئې غوره کړې چې روېت شکن او د جرئت انداز دې چې پدغه اساس مونږ د غني د فلسفې په اړخ کښې ده هغه تعين قدر کوو او هغه دا چې غني خان ،جمالېاتي فلسفي دې.

فلسفي د ملک ولاړ ؤ

 

ؤ چاپېره ترې عالَم

 

د خود سپین مشال پۀ لاس

 

جدا کول ئې زیات او کم

 

فکر تېز نظر باریک

 

دلیلونه ئې کلک مېخونه

 

د منطق پۀ پاټکو پاټکو

 

ؤ روان پۀ بره سم

 

ما وې اے د هوش او عقل

 

د رڼا بله مشاله!

 

یو بې خوده لېونے دې

 

هر یو ساز ئې د ماتم

 

ستا د پوهې د دریاب نه

 

یو قطره د رڼا غواړي

 

څۀ سوب د خندا غواړي

 

څه مطلب غواړي د غم

 

فلسفي کړې سترګې پورته

 

خولۀ مسکۍ سترګې روښانه

 

خړې خړې د غم لړې

 

پکښې راغلې ناګهانه

 

وې اے زما غمګینه زویه!

 

خېشت وجود لري نۀ سیورې

 

د دۀ نور به هله ګورې

 

چې پۀ پټو سترګو ګورې

 

علم سپین روښان مشال دې

 

خو پرې نۀ شې لېدے ستورې

 

د نور سترګې دې پۀ زړۀ کړه

 

د نورونو دنیا ګورې

 

سمندر د خېشت څوک ګېر کړي

 

د منطق پۀ کوزڼۍ کښې؟

 

د غم باد دے چا نیولې

 

تول د تلې او دړۍ کښې؟

 

وې د خود پۀ مېخانه کښې

 

ستا د څښکلو شراب نشته

 

چې د مینې ساز پرې ووري

 

دلته هغه رباب نشته

 

ستا نظر جدا نظر دې

 

ستا جهان جدا جهان

 

تا کښې وینه د مجنون ده

 

ستا نصیب کښې بیابان

 

ستا مستي وهي ټالونه

 

پۀ خندا د بوډۍ ټال کښې

 

د هلال پۀ نري خط کښې

 

وائي شونډې د جانان

 

لېونیه! لېونیه!

 

دا ټول عقل زما واخله

 

خو بدل کښې راله راکړه

 

یو قطره د خپل ارمان

 

ستا د اوښکو شم قربان

 

ستا دردونو ته پسخېږم

 

چې پۀ دواړو کښې خمار دې

 

د خوبونو د جانان

 

تا چې مخ د دنیا واړو

 

دنیا چغې کړې پاګل دې

 

خو تا تاوان کښې ګټه وکړه

 

مونږ پۀ ګټه کښې تاوان

 

علم سپین روښان مشال دې

 

خو پرې نۀ شې لېدے ستورې

-
بېرته شاته