(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

04.03.2021شعرونه

[04.Mar.2021 - 17:00]

وایه څۀ پښتو اؤ څۀ به یې ایمان شـــــي 

چې د ورور پر ضد د بل سره راوان شـــي

 

څوک چې سر لکه منظور پر وطن شیندي 

نو هغه سړې د ټول اولس جانان شـــــــي 

 

چې د مار نه زهر اوباسې ماهي شـــــــــي 

د پښتون نه چې ننګ اوباسې ګلخان شي 

 

د دوښمن پر غوږ د تندر پۀ شان لـــــــګي 

چې نعاره چرتا د لر او بر افغان شـــــــــي

 

د بستر پۀ مرګ نه سل ځله بهتــــــــــر دې

کوم سړې چې د وطن پۀ ننګ قربان شـي 

 

خو چې ځان ازادوې تکلیف به زغمـــــــې 

دا ماتل شته دې چې ګټې پۀ تَوان شــــي 

 

 د افغان پۀ ننګ خو ځکه تړم تـــــــــــوره 

را تازه چې بیه تاریخ د خوشحال خان شي 

 

چې لر بر پښتانۀ یو شي ګیــــــــــــــــلامنه 

بس پوره به مې د ټول عــــــــمر ارمان شیی

ګیله من پاشتین

 

.........

ترھګر زۀ  یم      نښــــــــــــانه    د  ترھګر  ھم زۀ یم 

مردار    ھم  زۀ یم  شھید زۀ  یم در پہ در ھم زۀ یم

 

قاتل   مقتول  زۀ  یم  او    کور  کلى  زما    ورانیږی 

پۀ  خپل  وطن  کښې  متاثر  زہ     مهاجر ھم زۀ یم 

 

تورہ    ټوپک   چاړۀ   زما   پہ   لاس   مرئ  زما  ده 

جاسوس ھم زہ یم مورچه زۀ یم او سنګر ھم زۀ یم 

 

ټوله   نړۍ   مې   لوبوی   خو   پۀ   ځان  نہ پوھیږم 

القاعدہ    زۀ    اسامہ    زۀ     ملاعمر   ھم   زۀ   یم 

 

پۀ  خپله ګرم   یمه   د  ځان پور  به   د چا نه غواړم 

د  خپلو  وینو   مې   پۀ   خپله   سوداګر ھم زۀ  یم 

 

اى!   ګیله منه اسد خیلہ   ډیر   سادہ  پښتون     یم 

بې ننګه    زۀ  بې وقوف   زۀ   یم نر بہادر ھم زۀ یم

 

.........

ارمغانِ خوشال خټک

مخ - ۵۸۷

.

چې یې مخ تر ګل زیبا دی، یار زما دی

چې په مخ یې عندلیب شوم، کار زما دی

.

چې یې تش په کوڅه تېر شوم، لېونی شوم

که یې ووینم په سترګو زار زما دی

.

که واعظ مې د ښه مخ له مینې نیسي

که مې لاس ورباندې بر شي پلار زما دی

.

بې له ښکلیه زیبا مخه که ګلزار دی

چې هر ګل وَته نظر کړم، خار زما دی

.

چې هر لوري وَته درومم په غم اوړم

ته به وایې غم یک لخته ښکار زما دی

.

همېشه به په ما وار د رقیب نه ؤ

بیا له خپله بخته خوښ شوم، وار زما دی

.

د خپل یار سره دوزخ زما قبول دی

که بې یاره جنت مومم، نار زما دی

.

بُت پرست کله د بُت له مینې اوړي

زه که مینه د یار پرېږدم، عار زما دی

.

زه خوشال چې د منصور په مذهب خوښ یم

اوس څه غم چې زه د دار یم، دار زما دی

.

.

زیبا = ښکلی، ښایسته، زېبا

عندلیب = خاچُوڼی، چوڼی (چُو-ڼَی)، چوڼیا، بلبل

زار = ۱) فریاد، زاري ۲) پرېشانه، لالهانده ۳) بدمرغي، بدبختي ۴) افسوس، درېغ، حسرت

ځار = قربان

خار = ۱) اغزی، غنه، ځوز ۲) مجازاً خنډ، وټ، خلل

یک لخته = ناڅاپه، ناببره، ناپېښه

نار = اور

عار = ۱) شرم ۲) پېغور ۳) عيب

دار = تېزندۍ، زندۍ، غرغره، پانسي، سولۍ

.

........

د پښتو دارزښت په اړه د  پروفيسوراباسين يوسفزي د( چغه) ترسرليک لاندې 

نظم راخلم 

 

چغه 

ليک: پروفيسوراباسين يوسفزى 

پښتو زمونږه ژبه ، زمونږ ځان ، زمونږ ژوندون دى 

پښتو زمونږ دوستور ،زمونږ تهذيب او تمدن دى 

پښتو ده ،چې رڼا، رڼا خبرې راته ښيى

پښتو ده چې انسان دترقۍ په لوري بيايي 

دا ښکلى ،ښکلى ژبه چې د شاتو نه خوږه ده

د ژبو په تاريخ کې پخوانۍ ده او سوچه ده 

کوټلى ده ، پراخه ده او ښه په تول پوره ده 

د علم هرې څانگې ته پراخه يې سينه ده 

مونږ ټول په دې پوهيږو دا په دې چې پښتانه يو 

واړه يو،که زاړه يو، نارينه ، که زنانه يو 

پښتو چې د پيړيو نه نړۍ کې ده گويانه 

پښتو چې ده د خپلو عظمتونو ثنا خوانه 

اشر ، غوبل ، جرگه ، حجره دنيا ته

....

 

یو کال یې تېر شو. اروا دې یې ښاده وي.

.

.

ارواښاد عمردراز مروت

.

ستا به يقين هله زما په پاکې مينې راشي

چې مې له سترګو نه، د اوښکو په ځاى، وينې راشي

 .

له خولې يې نه شم ایستای، ځکه چې پښتو ده، ګنې

زړه ته خبرې، ستا په باب کې، سپينې سپينې راشي

 .

شيرين غزل مې، لا شيرين کړي، ستا شيرينې کيسې

چې ستا له لوري، ستا د خولې کيسې شيرينې راشي

 .

چې مخامخ راڅخه مخ په بل طرف واړوي

ما ته خو خدای ږو چې حيا له خپلې مينې راشي

 .

په ما به ورځ د عاشورې وي هغه واړه عمر

بغیر له تا که د ژوند شپې ورځې رنګينې راشي

 .

دا مې پښتو ده، که اسلام عمردراز مروته

د هر پښتون له وينې بوى د خپلې وينې راشي

.

.

ږو = لوړه، سوګند، قَسم، قَسميه کليمه ده، خدای ږو، ستا په سر ږو

عاشوره = ۱) د غم ورځ، د محرم میاشت لسمه ورځ کله چې حضرت حسین رض شهید شوی و ۲) د محرم د مياشې وړومبي لس ورځې ۳) د امامانو مياشت، د محرم مياشت، د حسنيانو مياشت

 

 

 

 

 

. ارواښاد صاحب شاه صابر

خوبونه - مخ ۵۴

.

د نازولي زړه مې ومنله

ګنې نو ما خو مینه نه منله

.

عقله اوس پرېږده چې ټکرې خورمه

ما د مین لېوني زړه منله

.

ستا شرابي سترګې چې اور لمبه وې

زما توبه به خلکو څه منله؟

.

زما خبرې ته چا غوږ نه نیوه

هر سړي ستا خبره ومنله

.

که میخانې ته دې راوستې وای څوک

سپرلیه ما به دې هله منله

.

یارانو تاسو ته ګنا نشته دی

ما به پخپله د هغه منله

.

ما درته وې چې دروغجن وي ښکلي

صابره تا به زما نه منله

.......

د خوشال بابا کلیات

مخ - ۸۸۰

.

که ته خوله وما ته نه راکړې ملکۍ

بلې هم راته نومړې ده خولګۍ

بېرته شاته