(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

04.03.2021رحمان بابا

[04.Mar.2021 - 16:43]

پرلپسې ګڼه: ۷ / ضیاءالحق سیند

—————

راشه مه کوه له چا سره جفا

لږ ژوندون دی ضایع کېږي بېوفا

 

په دنیا کې هیڅوک نه دي پاتې شوني

واړه تلوني دي، که نن دي که سبا

 

دا یاران چې نن و تا و ته جلوه کا

په دوه ورځې پس به واړه شي فنا

 

که دیدن دې د دوی خوښ وي ورته ګوره

چې فنا شي بیا به کله شي پیدا

 

د خزان پاڼې چې بېلې شي له خاښه

په حکمت به یې پیوند نه حکما

 

چې په ځمکه څاڅکي پرېوځي له اسمانه

بیا له ځمکې ختی نه شي په سما

 

ګومان مه کړه چې بیا سترګو لره ورشي

هغه اوښکې چې له سترګو شي جدا

 

دا په هره ورځ چې خېژي بېل بېل لمر دی

هر چې پرېوځي هغه نه شي ختی بیا

 

که جنت په زهد نه دی بې کرمه

هر سړی دی خپله غاړه کا ادا

 

که د نفس لپاره سل محنته وکړې

یو محنت به دې پکار نه شي فردا

 

که تمام جهان په خپله ګېډه وخورې

یاد به نه شې په درود او په دعا

 

که یوه دانه د وږي په لاس ورکړې

همدغه به دې توښه شي د عقبا

 

که یو څاڅکی اوبه تږي لره ورکړې

د دوزخ او ستا تر میان به شي دریا

 

که یو ځله سر د خدای لپاره ټیټ کړې

په قیامت به سربلند شې تر هر چا

 

بازار دا دی که څوک سود او سودا کاندي

په هغه جهان نه سود شته ، نه سودا

 

آشنایان که څوک پوهېږي نن یې وخت دی

چې ځارېږي یو اشنا تر بل اشنا

 

که ژوندون دی خو همدا دی په جهان کې

چې له چا سره تېرېږي په خندا

 

خدای امان راکړه له هسې زندګۍ

چې ته بد وایې له بله بل له تا

 

زهر ښه دي که په صلح او په صلاح وي

نه شکرې په فتنه او په غوغا

 

نس په خار و په خس ډک ښه دی بېغمه

نه د غم په خاورو خس پخه حلوا

 

ماته ملا په مشقت په محنت ښه ده

نه حرامه همیانۍ د  چا تر ملا

 

ړوند بهتر دی ، چې څه نه ویني په سترګو

نه چې سترګې په پردي حرام کا وا

 

ګونګ بهتر دی ، چې بې کام او بې زبان وي

نه چې ژبه شي په بد ویل ګویا

 

کوڼ بهتر دی ، چې څه نه اوري په غوږو

نه چې غوږ کاندي په بد ویل شنوا

 

دیو او دد که په خوا درشي خو بهتر دی

که له چا سره همدم وي اژدها

 

که مشکل دی ، خو د زړونو رغول دي

سهل کار دی سود او زیان د دې دنیا

 

چې د ورور او د عزیز زړه پرې ازار شي

حاصل مه شه هغه زهر دي ګویا

 

ګاه د نورو رضا بویه ګهي خپله

په کار نه ده ، همیشه خپله رضا

 

چې ښادي یې یو زمان وي غم تر تله

دغه هسې چارې نه کاندي دانا

 

لکه ځان هسې و بل و ته نظر کړه

لکه ستا دی ، هسې ځان دی د هر چا

 

منصفاتو لره بویه چې انصاف کا

نه چې نغوته کا د حرص او د هوا

 

د سړي په خاطر هر څه هر څه ګرځي

هسې نه چې واړه وګڼي روا

 

دین داران دې و خپل دین و ته نظر کا

څوک فکرونه د ثواب ګدي څوک خطا

 

خدای دې نه کاندي خطا د چا د لاسه

څه نسبت دی د خطا او د عطا

 

هسې نه چې سړي واړه سره سم دي

څوک عالي دي، څوک اوسط دي، څوک ادنا

 

د هر چا حرمت په خپله اندازه دی

نه چې ځای مومي نفر د امرا

 

زه رحمان له چا شکوه شکایت نه کړم

نشته بل دوست او دښمن زما بې تا

#رحمان_بابا

_________________________________

١-جلوه= ځان ښکاره کول، ښکاره کول، د عارف په زړه د الهی انوارو روښنایي

٢-خس= خار، اغزی

٣-مشقت= خواري، زحمت

٤-همیانۍ= پیسې، کیسه 

٥-کام= هیله، موخه

٦-شنوا= اورېدونکی

٧-دیو= ابلیس، شیطان

٨-دد= ځناور، ډارونکی ځناور

٩-همدم= ملګری، د شرابو پیاله

١٠-اژدها= اژدر: یو ډول لوی افسانوي مار دی چې غټ غټ وزرونه او پنجې لري او بېرته شاته