(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

04.03.2021د وینو واټ

[04.Mar.2021 - 16:39]

د وینو واټ

د ۱۹۹۲م کال د می دمیاشتی په نیمایی کی

له اور اخیستي افغانستان څخه د کوزی پښتونخوا دخیبر سیمی ته ووتم. ور پسی دعبدالولی خان په میړانه د باچا خان د اشنغر په "ولی باغ" کی له ده سره دیره شوم. د ماتی او بدمرغیو په توره تاریکه او د سیاست ډډه لری کی می د زړه د تودولو لپاره دشعر نغری تود کړ. ترهر څه د مخه می د لومړی ځل لپاره د خان عبدالغنی خان په ادرس چی هغه وخت د اوږدی ناروغۍ په وجه د مړینی د انتظار پر بستر پروت ؤ دغه قصیده ولیکله او میاشت وروسته می هغه ته په هماغه بستر کی د ده په غوښتنه ولوستله. غنی خپل نږور"نرګس" ته وویل، چی قصیده زما په غږ کی ثبت کړی. کله چی زه د قصیدی د لوستلو پای ته ورسیدم، کتل می چی د خان په مخ د اوښکو سیلاب راروان دی. هغه وویل...افسوس دی ناوخته سره یو ځای شو او زه ستا د قصیدی د لاجوابۍ په وجه د افغانانو پوروړی پاتی شوم.

ارواښاد سليمان لايق

 

د وینو واټ

 

دا زموږ د سترګو وړاندی، "غنی" ګوره څه تیر یزي

یــو با تور ملت غرقیږی، یو مظبوط وطن نړیږی

یوه دنیا د برم او بذل، یوه نړۍ د میړنیو

د غروب په لوری درومی، د تاریخ له پاڼو لویږی

پاس د ستورو راڼه څاڅکی، راته ښکاری اوښکی اوښکی

د آسمان په شنو غومبورو، لاری لاری رابهیږی

سر چی ږدمه په سر ویږدی، هیبتناک غږونه اورم

ته وا ځمکه په منځ دوه شوه، افغانی وطن ډوبیږی

یا آسمان زموږ په ویر کی، ښکته پر یووته په ځمکه

یا قیامت په ځمکه جوړ شو، ولاړ غرونه هواریږی

"ایمل"ریږدی په لحد کی، له غصی د زړه په تبه

چی مغل په خیبر وخوت، افریدی لا نه پوهیږی

د شنلی پر ځای له دښتو، تیری توری زرغونیږی

د اوبو پر ځای له غرونو، نګه وینی رابهیږی

د باران پر ځای له وریځو، تندرونه راکوزیږی

د رحمت پر ځای له هسکه، غضبونه نازلیږی

"ثمر"ښکته پورته دانګی، سترګی رډی توره کښلی

نه یی سترګی له چا سوځی، نه یی شرم له چا کیږی

"زینب"چیغی کړی چی ربه، ته لا څه ته ورته ګوری

د "حسین"په زخمی زړه کی، د یزید خنجر ځلیږی

څه بی پته شوو جنګونه، څه بی هوډه شوو ننګونه

تو لعنت په دی شملو شه، لا دی جګی نه شرميږی

دا د چر ګ لکۍ ته ورته شملی واچوی په ځمکه

دا د شرم او ماتی نښی، پښتنو ته نه ښاييږی

شمله هغلته شمله وی، چی په نر باندی وی لکه

اوس په هر کدو جګيږی، اوس په هر"اجړا" خوريږی

خدايه دا دی څه را وکړہ; چی يو نر دې راپری نه ښود

هر کمر ته چی تکيه شو، لکه شګه را شړيږی

يو "ميرويس" په موږ کی نشته، چی ګر ګين لاری ته سم کړی

يو"شير شاه"راپورته نه شو چی "مغل" ته ودریږی

* * *

پرو ني ملا ته ګوره، چی ټوک خور و سقاط خور و

اوس چی خصم د افغان شو، په سرو زرو کی ډوبيږی

لويه خيټه غټه کونه، نرۍ پښی ببره ږيره

ويته خوله بی شرمه سترګی، لکه مچ هر څه کی لويږی

مټکور ماغزه د تيږی، بی فر هنګه بی ادبه

چی تبليغ کوی نڅيږی، چی قران لولی ششنيږی

په اسلام کی لاری باسی، زموږ د خاوری بربادی ته

دين اخوان ته يو دکان دی، چی هر څه په کی خرڅيږی

دا دی څه بلا اخته کړہ، زموږ په دی بد مرغو خلکو

نه له تا څخه ډاريږی، نه له دوی څخه شرميږی

اوس چی حکم د ملا شو، د کابل په باچايې کی

هر ساعت په چا وردانګی، هره ورځ په چا ورلويږی

د افغان په قتل اخلی، سره پونډونه شنی ډالری

پښتو پریږده چی تری تللی؛ له ایمان سره خرڅیږی

باندی سپین په منځ کی تور دی، نګه اوردی؛ نګه اوردی

په هر تار کی یې د ږیری؛ شیطان سپور دی او زنګیږی

هر چړی په چړچوبۍ کی، باچایې خوبونه وینې

انګر یزی لنچر په غاړه؛ په لار ځی ته وا نڅیږی

چی پرون یې دَمَولی، رڼی خاوری خوسکو ته

اوس په بره پښتونخوا کی؛ په انسان باندی سپریږی

زما زړه پولۍ پولۍ دی؛ زما سا لمبه لمبه ده

چی دا توره خپکی به؛ له موږ کله پورته کیږی

جهاد لوښی د فساد شو، مولانا صاحب جلاد شو

دین دولت دواړه بر باد شو، د ده زړه لا نه سړیږی

زموږ کور د شرارت شو، افغانی وطن غارت شو

دا زموږ د سترګو وړاندی،(غنی) ګوره، څه تیریږی

موږ زغمل چی رانه لوټ شی، څه چی شته دی بی ناموسه

توری خاوری مو په خوله شه، اوس هغه رانه لوټیږی

د یوی میاشتی تانده ناوی، د شهید په قبر ژاړی

وایې کوم جهاد ته مړ شوی، ځواب وایه چی ځندیږی

تا چی سر په چا دَو کړی، هغه غواړی چی ما لوټ کړی

ما وربولی هغه ځای ته، چی شیطان ځنی شرمیږی

زه چی ستا له غمه ژاړم، هغه څاری زما سترګې

سر راپورته کړه شهیده، ارمانونه دي رژیږی

افغانی درنی بیبیاني، چی په پت عزت خوندی وی

دجهاد تر بیرغ لاندی، بر بنډیږی لیلامیږی

هر عرب خریدار شوی، زموږ د خویندو او خورلڼو

مولانا صاحب یې پلوری، نه شرمیږی، نه ځوریږی

تر څارویو وړیا شوې، پښتنه په منډوی کی

د څارویو هم څه دود وی، چی په چا باندي خرڅیږی * * *

ربه دا لا څه تالان دی، چی په خپل وطن یې وینم

چی خپل سپی په پردی ننګه، افغانانو ته غپیږی

چی له زړه د "کنشکا" نه، شنی لوخړی ځی آسمان ته

چی جمرود د سرو په بلخ کی، د"یما" له سره لویږی

"ګرګین" ویوست تیغ د بېرته شاته