(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

22.02.2021له سباوون څخه

[22.Feb.2021 - 15:26]

ارواښاد قلندر مومند

۱ ستمبر ۱۹۳۰ - ۴ فروري ۲۰۰۳

د کتاب نوم - سباوون

.

چې په خوشال په رن تم بور کې وشوې

هغه کانې په ما لاهور کې وشوې

.

د آشنا خیال، د قفس ور مات کړه

بېلتونه ډزې دې په کور کې وشوې

.

خلک د دوه ورځو فراق کې سوځي

زما خو مياشتې په دا اور کې وشوې

.

د رڼا ناوې دغه ټولې کيسې

ما سره ستا د مينې تور کې وشوې

.

دي زندانونو، د وفا په عوض

ناشونې وشوې خو په زور کې وشوې

.

.

رن تم بور = رَن-تَم-بَور = رنتمبور، هغه زندان چې پکې خوشال بابا د مغلو له خوا بندي شوی و

کانه = ۱) بدازمېښت، ناڅاپي پېښه ۲) مصيبت ۳) معامله 

عوض = بدله، معاوضه، اجر

ناشونی = ناممکن

شونی = ممکن

ناشونې = ناممکنه، نه کېدونکې، ناشونې د ناشوني ښځینه بڼه ده

.

ارواښاد صنوبر حسين مومند کاکاجي د سالنډي (دمه) ناجوړ و، خو په داسې حالت کې هم د پاکستان دولت دا انقلابي ونه باښه (ؤنه بښلو) او د لاهور د شاهي کلا (قلعه) دوزخ ته یې ورساوه (ؤرسؤلو). د ارواښاد قلندر مومند دغه پورتني غزل د لاهور د شاهي کلا او د ارواښاد کاکاجي د زنداني ملګرتيا ياد تازه کوي.

(ممتاز خان)

-
بېرته شاته